شاته

سرچېنې: ټرمپ بیا له جنايي تورونو سره مخامخ شوی، خو هغه وايي بې ګناه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د فدرال د منصفه هیئت له لوري د حکومت د محرمو اسنادو په ساتلو [غلطې استفادې] او د عدالت په وړاندې د خنډ په جوړولو تورن شوی دی.

یوې سرچېنې، چې په دغې قضیې خبره ده، وویل چې د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت دا جنايي قضیه مخې ته کړې ده.

دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (جوزا۱۸) په خپلې ټولنیزې شبکې «Truth Social» کې لیکلي دي چې د «بايډن فاسدې ادارې زما مدافع وکیلانو ته خبر ورکړی چې زه تورن شوی یم. داسې ښکاري چې دا د درواغو اوازو په اساس دی.» د امریکا حکومت په رسمي ډول په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

ټرمپ لیکلي دي چې هغه احضار شوی چې د سه شنبې په ورځ په میامې کې د فدرال محکمې ته حاضر شي.

دونالډ ټرمپ په یو ویدويي پیغام کې چې په خپل رسمي انستاګرام کې یې خپور کړی دی، ویلی دي چې «زه یو بې ګناه کس یم او هېڅ کوم غلط کار مې نه دی» کړی. هغه ادعا وکړه چې په ټاکنو کې د برحاله ولسمشر جوبایډن په ګډون له ټولو کاندیدانو څخه مخکې دی او «هغوی هڅه کوي چې یو ښه نوم نابود کړي چې ټاکنې وګټي».

د دغې قضیې د ځانګړي محقق جایک سمیت، چې د امریکا د عدلیې وزارت مقام دی، ویاند هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

سرچېنې رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دونالډ ټرمپ د فدرال په قضیې کې د اوو جنايي تورونو سره مخامخ دی. دا سرچېنه په دغې قضیې خبره ده خو نغواړي نوم یې خپور شي. رویټرز وايي لا معلومه نه ده چې ټرمب له کومو مشخصو جنايي تورونو سره مخامخ دی.

د فدرال یو استازي تېرکال په یوې سوګند نامې کې ویلي وو چې شاید داسې قضیې وي چې باور کېږي یو لړ جنایتونه شوي وي، چې د عدالت په وړاندې خنډونه جوړول او په ناقانونه توګه د دفاعي حساسو اسنادو ساتل په کې شامل دي.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت پلټنه کوي چې معلومه کړي دونالډ ټرمپ په ۲۰۲۱ کال کې له سپینې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته خو به هغه محرم اسناد چې ده سره وو، غلط نه وي کارولي.

نژدې یو کال مخکې د فدرال پلټونکو په فلورېډا کې د ټرمپ د «مارا لوګو» له ودانۍ څخه شاوخوا ۱۳۰۰ اسناد ترلاسه کړل. په دغو اسنادو کې یې په ۱۰۰ باندې محرم لیکل شوی و. د ټرمپ یو وکیل ویلي وو چې ټول هغه اسناد چې محرم پرې لیکل شوي بېرته حکومت ته استول شوي دي.

دونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو کله چې ولسمشر و، دا ټول اسناد یې له محرمیت څخه اېستلي وو، خو هغه د خپلې دغې ادعا په اړه شواهد وړاندې نکړل او مدافع وکیل یې هم په دې اړه په محکمې کې استدلال ونشو کړای.

دونالډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو په تاریخ کې د دغه هېواد لومړی مخکنی ولسمشر دی چې دوه ځلې له جنايي تورونو سره مخامخ کېږي. د اپریل په میاشت کې، هغه محکمې ته حاضر شو او د هغو تورونو په اړه یې سپیناوی وکړ چې ګنې ده د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکې ته پېسې ورکړې وې چې له هغې سره یې پخواني روابط رسنیو ته ښکاره نکړي. په ټرمپ باندې دا تور ثابت نشو.

شک نشته، چې دا اوسني تورونه به د دونالډ ټرمپ لپاره یو بل سرخوږی وي، ځکه چې هغه د ۲۰۲۴ کال د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی.