ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.05.2023 امریکا غږ

امریکا او سعودي په سودان کې د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه 

د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان نن یکشنبه مۍ ۲۸ (جوزا اووم) په سودان کې د پیل شوي اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه وکړه. 

28.05.2023 امریکا غږ

روسیې په کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید کړی 

روسیې تیره شپه پر اوکراین د پوځي یرغل د پیل راهیسې په پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید وکړ. دا برید په داسې حال کې شوی چې کیف نن د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي ۷) د خپل تاسیس د کلیزې نمانځلو ته تیاری نیسي.  

28.05.2023 امریکا غږ

د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي شخړې راکمې شوي

وي او اې   - په افغانستان باندې واکمنو طالبانو او د ګاونډي هېواد ایران چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د دغو دوو ملکونو د سرحدي امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې راکمې شوي او دواړه اړخونه د تناوونو د له منځه وړلو دپاره پخپلو کې خبرې کوي. د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د خالي/شنبې په ورځ د افغانستان نیمروز ولایت په سرحد کې وسله واله نښته وشوه چې د دواړو ملکونو په وینا، په کې دوه ایراني عسکر او یو طالب سرحدي محافظ ووژل شول. په دې وسله واله شخړه کې د سرحد دواړه غاړو ته سختې ګوله بارۍ وشوې. د ایران حکومت او طالبانو دواړو د دې شخړې د پیل ذمه واري پر یو بل اچولې ده. د دوو اړخونو ترمنځ په داسې حال کې وسله واله شخړه شوې چې د هلمند سیند د اوبو په سر د ایران او افغانستان ترمنځ تعلقات په دې وروستو کې د تناو ښکار شوي دي. د اتوار/یکشنبې په ورځ د ایران سرکاري خبري ادارې اېرنا د یو جګپوړي چارواکي له قوله وویل چې د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د سوسولي سرحدي پوستې ته نږدې وسله واله شخړه شوې وه مګر هلته کې اوس "حالات قابو دي". د سیستان بلوچستان صوبې نایب ګورنر علي رضا مرحمتي ویلي دي چې: "د ایران او افغانستان ځایي چارواکو د دې شخړو د وجوهاتو په اړه خبرې اترې کړي او په دې یې اتفاق کړی چې خبرې به جاري ساتي." د طالبانو د داخله وزارت یو ترجمان په یو بیان کې ویلي چې د دوی انتظامیه "نه غواړي چې د ګاونډیو سره شخړه وکړي". هغه ټینګار وکړ چې نښته اول کې ایرانیانو پیل کړې وه او د دوی ځواکونه یې اړ اېستل چې انتقامي کاروایي وکړي. د کابل او تهران ترمنځ په دې وروستیو کې تناوونه سېوا شوي، ځکه ایران دعوې کوي چې طالبان د هلمند سیند اوبه په ایران باندې بندې کړي او ګني د هغه تړون خلاف ورزي کوي چې په کال ۱۹۷۳ کې د دواړو ملکونو ترمنځ دستخط شوی و. د ایران صدر ابراهېم رئیسي چې په دې وروستیو کې سیستان بلوچستان صوبې ته تللی و، هلته یې ویلي و چې طالبانو ته په کار ده د لاسلیک شوي تړون درناوی دې وکړي. په هغه تړون کې د افغانستان څخه ایران ته د بهېدونکو اوبو د تقسیم اصول بیان شوي دي. د ایران صدر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د تړون خلاف ورزي دې نه کوي او ژمنه یې وکړه چې د ایران د اوبو د حق دفاع به کوي. بل اړخ ته د طالبانو د دفاع وزارت وویل چې د دوی په باور، خبرې او مداکرات د هرې مسئلې د حل دپاره غوره لاره ده او بل دا چې "جګړه، بهانې او منفي اقدامات" د هیچا په ګټه نه تمامیږي. ملگري ملتونه وایي چې افغانستان او ایران د ډېرې مودې راهېسي د خشکسالۍ ښکار پاته شوي او په تېرو لسو کلونو کې د خشکسالیو حالات بدتره شوي دي. تېره هفته د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي د ایران د مشرتابه بیان ته چې طالبان یې ګواښلي و، وویل چې کابل د اوبو تړون ته ژمن دی، مګر په خطه کې خشکسالي راغلې او اوبه نشته چې ایران ته ولاړې شي. هغه زیاته کړه چې د غږ اوچتولو په ځای، بهتره ده چې مخامخ خبرې وشي. څېړونکي خبرداری ورکوي چې د یو بل جنګ پیل به افغانستان او ټولې خطې دپاره نور د زغملو نه وي. یو پخوانی افغان چارواکی، طارق فرهادي وایي چې طالبان به د ایران سره مقابلې نه ځان بچ وساتي، ځکه افغانستان د څلوېښت کاله جنګ وروستو اوس په کمزوره حالت کې دی او په میلینونه افغان کډوال په ایران کې اوسیږي.

28.05.2023 ډیوه

په پاکستان کې د واورې ښویدو له کبله ۱۱ تنه مړه شوي‌  

په پاکستان کې د پولیسو مقامات وايي چې د واورې ښویدو په یوې پېښې کې د یو څلور کلن ماشوم په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي‌ او ۲۵ نور ژوبل دي. 

28.05.2023 امریکا غږ

کابل کې د قزاقستان بورسونو لپاره رقابتي ازموینه د ښځو له ګډون پرته واخیستل شوه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په قزاقستان کې د ډاکټرۍ او ماسترۍ په کچو د لوړو زده کړو لپاره د بورسونو ترلاسه کولو رقابتي ازموینه د ښځو د ګډون پرته واخیستله.

28.05.2023 امریکا غږ

امریکا په صومالي کې د الشباب ډلې په ضد هوایي حمله کړې ده

واشنګټن   - د امریکايي ځواکونو د افریقې څانګه یا کمانډ وایي چې امریکا د جمعې په ورځ په صومالي کې د الشباب تندلارې ډلې په جګړه مارانو باندې هوایي بریدونه کړي دي. د امریکايي ځواکونو د افریقې کمانډ د خالي/شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې په دې هوایي برید کې هغه وسلې او پوځي وسایل تباه کړی شوي چې "د الشباب جګړه مارانو په غیرقانوني توګه قبضه کړي و." په بیان کې دا نه دي ویلی شوي چې دا وسلې او وسایل له کومه ځایه غلا کړی شوي و. امریکایي پوځیان وایي چې په الشباب ډلې باندې دغه هوایي برید د صومالي د شبیلي السفلی سیمې په بولو مارېر ښارګوټي کې د افریقايي اتحاد منتقلي مېشن یوې اډې ته څېرمه ترسره شوی دی. د امریکايي ځواکونو د افریقې څانګه یا کمانډ وایي چې دغه هوایي حمله "د صومالي د فېډرل حکومت او په صومالي کې د افریقایي اتحاد د منتقلي مېشن په ملاتړ کې" ترسره شوی دی. د امریکایي پوځیانو ابتدايي ارزونې دا دي چې په دې عملیاتو کې هېڅ کوم عام کس ته ځاني نقصان ندی رسېدلی.

28.05.2023 ډیوه

ترکیه: د صدارتي انتخاب دویم دور روان دی او نن به صدر ټاکل کیږي

واشنګټن   - په ترکیې کې رآی ورکوونکي نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د رایو مرکزونو ته روان دي چې د خپل ملک آینده صدر وټاکي. دا په ترکیې کې د صدارتي انتخاباتو دویم دور ګڼل کیږي چې په کې رجب طیب اردوان او کمال قلېچدار اوغلو د صدارتي عهدې په سر مقابلې ته راوتلي دي. اردوان د تېرو شلو کلونو راهېسي – کله د وزیراعظم او کله د صدر په توګه – د ترکیې مشر پاته شوی او اوس هم د هغه هېواد صدر دی. څو هفتې وړاندې چې په ترکیې کې انتخابات وشول، په هغه کې رجب طیب اردوان تر خپلو نورو رقیبانو زیاتې رایې وګټلې، مګر بیا یې هم پنځوس فیصده پوره نکړل او انتخابات دویم دور ته وغځېدل. د هغه رقیب، قلېچداراوغلو څلور اویا (۷۴) عمر لري او د اردوان د شپږو رقیبو ګوندونو د اتحاد له خوا رامخې ته شوی دی. هغه د ترکیې د یو حزب اختلاف مشر دی. د قلېچداراوغلو رقیب، نهه شپېته (۶۹) کلن اردوان دی چې په انتخاباتو کې ماتول یې آسانه نه ښکاري. اردوان په داسې حال کې د انتخاباتو په اول دور کې د ماتې نه بچ پاته شو چې ترکیې کې سخته ګراني راغلې او درې میاشتې وړاندې هغه ملک کې تباه کنه زلزله هم شوې وه. که رجب طیب اردوان د نن ورځې په انتخاباتو کې کامیابي حاصله کړي، په دې معنا به وي چې دا به د ترکیې د مشر په حیث د اردوان د واکمنۍ درېیمه لسیزه وي. د هغه تر واک اختیار لاندې، د ترکیې حکومت ورځ تر بلې د آمریت خوا ته مخې ته تللی دی. د نظرپوښتنو نتایج دا څرګندوي چې اردوان د خپل رقیب نه صرف یو څو پواینټه وړاندې دی. ترکیې کې د رایو ورکولو لړۍ نن د هغه ملک په وخت، د مازدیګر په پنځو بجو پای ته رسیږي او طمعه ده چې د هغه نه پس په څو ساعتونو کې به نتایج اعلان کړی شي.

28.05.2023 ډیوه

بشري حقونو کمیسیون: نړۍ دې پر طالبانو د جدي فشار لپاره نوې کړنلارې وټاکي

د بشري حقونو کمیسیون خپلواک ښځو پر وړاندې د طالبانو د سرغړونو په برخه کې د حساب ورکونې لپاره د نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کیدو په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان او د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسیون له وړاندیز څخه ملاتړ کړی دی.

28.05.2023 امریکا غږ

اردوغان: ټاکنو کې ګډون وکړئ؛ قلیچداراوغلو:هیواد د تیارې له کندې وژغورئ

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د ټاکنیزو سیالیو په وروستۍ ورځ د ترکانو څخه وغوښتل، چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې، چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ د مۍ ۲۸(جوزا اووم) ترسره شي په پراخه توګه ګډون وکړي.

28.05.2023 امریکا غږ

پېښور:د وسله والو برید کې دکسټم څلور مامورین ژوبل شوي دي

پولیس وایي دپېښور کلیواله سیمه متنو کې وسله والو دکسټم یا ګمرګ په مامورینو ډزې کړي چې پکې څلور مامورین ژوبل شوي دي. دپېښور دصدر سرکل دپولیسو مشر یا ایس پي پخپل یو لنډ بیان کې دې پېښه کې دڅلورو مامورینو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی اؤ وایي سیمه کې د وسله والو لټولو لپاره عملیات پیل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان پخپل بیان کې  ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې ده. پولیس وایي دا پېښه دخالي یا شنبې په ماسخوتن دمتنو په ارباب ټاپو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې وسله والو په چیک پوسټ ولاړو د کسټم په مامورینو ناتاره ډزې وکړې. له برید وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ پېښه کې ژوبل کسان دپېښور روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي دي. امنیتی سرچینو وي او ای ډیوه ته دې ویلي پېښه کې د ژوبل شوؤ دوؤ کسانو حالت مرګونی دی. سرچینې وایي تر پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د زغره بند ګاډو سره سیمې ته رسیدلي اؤ د ورانکار دلټون لپاره یې عملیات پیل کړي‌ دي. تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعیل خان په چهکان سیمه کې د امنیتي عسکرو په قافله برید شوی ؤ چې پکې  23 عسکر ژوبل شوي وؤ. په ډیره اسماعیل کې په امنیتي ځواکونو دشوي دې برید نه دوه ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان سره په پوله پرته جنوبي وزیرستان سیمه کې پوځ د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه. او له دغې يوه ورځ وړاندې د افغانستان سره پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا په ناارامه شمالي وزیرستان کې په پوځي چيک پوسته ځانمرګی برید شوی وؤ چې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن پکې وژل شوي وو. د سه شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په هنګو سيمه کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د سرحدي پوځ څلور عسکر او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي وو. د دغه برید ذمه داري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

28.05.2023 ډیوه

مطبوعات وایي هند د خپل نصاب نه دعلامه اقبال په اړه مضمون ویستی دی، څېړونکي د اګام د هند په تاوان بولي

په پاکستان کې تعلیمي ماهرانو اؤ لیکوالانو په هند کې دنصاب دکتاب نه دپاکستان د قامي شاعر علامه اقبال په اړه دمضمون ویستل کیدلو داقدام غندنه کړې ده اؤ دا یې هند دطالبعلمانو سره زیاتې بللی دی. په اسلام اباد کې دقایداعظم پوهنتون دپاکستان دمطالعاتو دڅانګې مشر اؤ وتلی لیکوال پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل ډیوه ته وایي علامه اقبال دیوې سیمې اؤ یو دور شاعر نه دی بلکې هغه دنړۍ شاعر دی اؤ که که هند دخپل نصاب نه دعلامه اقبال په اړه مضمون ویستلی وي نو دا ددغه هیواد دطالبعلمانو سره زیاتی دی. مطبوعاتي رپورټونه وایي هندوستان دخپل نصاب دکتابونو نه دپاکستان دقامي شاعر علامه اقبال په اړه مضمون ویستلی دی. دپاکستان په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې دهندي مطبوعاتو په حوالې سره خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې دهند دبی ای یا څوارلسم دنصاب نه دعلامه اقبال په اړه د"اقبال،کمیونټي"په نوم مضمون د دهلي پوهنتون داکیډمک کونسل دقرارداد نه وروسته ویستل شوی دی. داقبال،کمیونټي"په نوم دا مضمون دهند دپولیټکل ساینس په نصاب کې شامل ؤ . رپورټ کې ددهلي پوهنتون د انتظامیې له قوله ویل شوي چې د اقبال په اړه دنصاب دکتاب نه دا مضمون په دې خاطر ویستل شوی ترڅو نوښتونه پکې وکړل شي. دعلامه اقبال دافکارو څېړونکی اؤ په اسلام اباد کې دقایداعظم پوهنتون دپاکستان دمطالعاتو دڅانګې مشر پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل د دهلي پوهنتون ددې اقدام په اړه ډیوه سره خبرو کې ویلي که دیو ملک په نصاب کې دعلامه اقبال په اړه مواد شامل وي نو دا اقبال ته کومه ګټه نه ورکوي بلکې هغه هیواد پرې ویاړ کولی شي چې دعلامه اقبال په څېر افکار خپل ملک کې طالبعلمانو ته ورښایي. پروفیسر خلیل وایي "که په هندوستان کې دنصاب نه اقبال ویستل شوی دی نو دا هندوستاني طالبعلمانو سره ظلم دی،زیاتی دی ځکه چې اقبال ځای پځای دهندوستان سندرې ویلي دي اؤ دپاکستان نه مخکې هندوستان خپل قامي شاعر تصور کړی ؤ" دتعلیمي چارو دماهر حنیف خلیل په وینا، که دیو قامي شاعر افکار دهغه هیواد اؤ ملت په نصاب کې نه وي ددې مطلب دادی چې دغه ملک اؤ دغه ملت دخپلو قامي اتلانو نه مخ اړوي اؤ دا ډیر زیات دغندنې وړ عمل دی. هغه وایي یوازې په هندوستان کې نه بلکې علامه اقبال په جرمني، روس،ایران،امریکا اؤ په ټوله نړۍ کې خور دی اؤ ددنیا په نصابونو کې شامل دی . دحنیف خلیل په خبره، که هندوستان علامه اقبال دخپل نصاب نه ویستی وي نو دا به یې خپل لوستونکي ماشومان اؤ طالبعلمان دیو ډیر لویې مفکر دفکر سره اشنا کیدلو نه محروم کړي وي اؤ دې سره دعلامه اقبال په مقام هیڅ اثر نه پریوځي

28.05.2023 ډیوه

عمران خان حکومت سره مذاکراتو لپاره ډله اعلان کړه خو نواز شریف ورته مذاکراتو نه سکوټ انکار کړی

په داسې حال کې چې د پاکستان دننه د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګوند پاکستان تحریک انصاف نه د ګوندي مشرانو د وتلو لړۍ دوامداره ده، عمران خان حکومت سره د مذاکراتو لپاره خپله ډله اعلان کړې ده خو مرکز کې د واکمن ګوند مشر نواز شریف تحریک انصاف سره د خبرو اترو نه سکوټ انکار کړی دی. په عین حال کې حکومت دتحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې دمهمو (پخوانیو) وزیرانو سفارتي پاسپورټونه منسوخ کړي اؤ په مرکز کې د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن)مشر میا نواز شریف عمران خان سره د مذاکراتو نه انکار کړی دی. د جمعې په ورځ عمران خان هیواد کې د روان تاوتریخوالي پای ته د رسولو په خاطر دمذاکراتو پیل کولو غوښتنه کړې وه اؤ پرون د شنبې یا خالي په ورځ یې د خپل ګوند اووه کسیزه کمیټي په داسې حال کې اعلان کړې ده چې حکومت دعمران خان دمذاکراتو وړاندیز رد کړی دی. دعمران خان لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دهغه دګوند مشران شاہ محمود قریشي، پرویز خټک، اسد قیصر،حلیم عادل شیخ، عون عباس، مراد سعید اور حماد اظهر به د مذاکراتي کمیټۍ غړي وي اؤ دا کمیټه به حکومت سره د انتخاباتو په اړه تګلاره ټاکي. خو تر دې یوه ورځ وړاندې چې عمران خان حکومت نه دمذاکراتو پیل کولو غوښتنه کړې وه په ځواب کې یې مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق ویلي وؤ چې عمران خان د مذاکراتو موقعه دلاسه ورکړې ده. د خالي- شنبې په ورځ پخواني وزیراعظم اؤ په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مشر میا نواز شریف د عمران خان لخوا د مذاکراتو غوښتنه رد کړې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي چې خبرې اترې یوازې دسیاستدانانو سره کیږي. نوازشریف ویلي کومو ترهګرو چې هیواد ته اور لګولی،دشهیدانو دیادګارونو سپکاوی یې کړی هغوي اؤ د ورانکارو د ډلې سره به هیڅ رقم خبرې ونه شي. عمران خان حکومت سره دمذاکراتو لپاره دخپل ګوند کمیټي په داسې حال کې اعلان کړې ده چې دده دګوند نه تر اویاؤ زیات مهم مشران تر اوسه اوښتي دي اؤ دغه لړۍ لا دوامداره ده، تېره ورځ هم دتحریک انصاف ګوند مهم مشر اؤ دسیند صوبې پخواني ګورنر عمران اسماعیل،پېښور نه دقامي اسمبلۍ پخواني غړي شوکت علي،پنجاب نه دقامي اسمبلۍ پخواني غړي راجه خرم نواز،دپنجاب صوبې پخوانیو وزیرانو هاشم ډوګر اؤ رای تیمور دتحریک انصاف ګوند نه د وتلو اعلانونه کړي دي. کله چې عمران خان پرون دخپل ګوند مذاکراتي کمیټه اعلان کړه نو دهیواد ددفاع وزیر په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دعمران خان په دې اعلان طنز وکړو اؤ وی لیکل که چرې راتلونکو ورځو کې دا کسان پي ټي ایي ته مخه ښه ووایي نو پکار ده چې دمتبادل په توګه نامې یې هم اعلان کړل شي. دعمران خان پلویان اؤ دګوند مشران وروسته له هغې دسختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مئ دغبن په یوه قضیه کې عمران خان دنیب لخوا ونیول شو اؤ دګوند پلویانو یې ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه پیل کړل. ددغو احتجاجونو په مهال مظاهرین په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ. ددې ترڅنګ پاریدلو مظاهره چیانو ګاډي مات کړي وؤ او نورو سرکاري ودانيو ته پرې د تاوانونو اړولو تورونه لګول شوي وو. اوړمه ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلی وؤ ، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(دتحریک انصاف دمشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي. عمران خان دعوه کوي چې دنهم مئ دپېښو نه وروسته دهغه دګوند دمشرانو اؤ فعالینو په کورونو پولیس چاپې وهي اؤ تر دې ساعته یې دپي ټي ایي تر10 زیات پلویان نیولي دي. دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر مشران له نیول کیدو وروسته چې کله د زاندانونو نه راخوشې کیږي نو دخپل ګوند پرېښودلو اعلانونه کوي اؤ عمران خان تور لګولی چې دوي په زوره دګوند په پرېښودلو مجبوره کړی کیږي. پاکستاني رسنۍ وایي چې دامهال دتحریک انصاف ګوند زیاتره مرکزي مشران ددغه ګوند نه اوښتي دي اؤ چې کوم پاتې دي هغوي دګرفتاریو له ویرې پټ‌ شوي دي. په عین حال کې پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ خبر ورکړی چې حکومت دتحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې دګڼ شمیر (پخوانیو) وزیرانو سفارتي پاسپورټونه منسوخ کړي دي. دتحریک انصاف دکومو مشرانو پاسپورټونه چې منسوخ کړل شوي هغوي کې شاه محمود قریشي،اسدعمر،پرویز خټک،شیخ رشید،عون عباسي،علي امین ګنډاپور،علي محمد خان،فرخ حبیب،زرتاج ګل اؤ اعظم سواتي نومونه شامل دي. حکومت لا په رسمي توګه په دې اړه څه اعلان نه دی کړی اؤ نه هم پاکستان تحریک انصاف ګوند پرې څه غبرګون ښکاره کړی دی

28.05.2023 ډیوه

اوکراین په ټول هیواد کې د ځوابي بریدونو عملیات پيلوي

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا مشر وایي هیواد یې د روسي ځواکونو په خلاف په ټول هیواد کې د ځوابي بریدونو عملیات پیلوي او ښایي یکشنبه یې لومړۍ ورځ وي.

28.05.2023 امریکا غږ

پنجاب: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د داعش اؤ ټي ټي پي د "12 ترهګرو" د نیولو دعوه کړې ده

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي ددغه صوبې بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي اؤ دعوه کوي چې "د ترهګرو ډلو داعش اؤ تحریک طالبان 12 وسله وال یې نیولي دي". دخالي یا شنبې په ورځ د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو لنډ بیان کې ویلي دا ترهګر د پنجاب په راولپینډۍ، سرګودها، ملتان اؤ ګجرانواله سیمو کې نیول شوي دي. بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي خو یوازې دومره ویل شوي چې دوي دترهګرۍ بیلابیلو پېښو کې ککړ وؤ اؤ تعلق یې د داعش اؤ ټي ټي پي سره دی. پولیسو دعوه کړې ده چې چې دنیول شوؤ وسلوالو د ولکې نه یې چاودیدونکي مواد، ځانمرګي جېکټونه اؤ وسلې هم تر لاسه کړې دي. تر دې وړاندې د روانې میاشتې په 13مه نېټه هم دپنجاب دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دپنجاب صوبې د یادو سیمو نه د داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان د څلورو ترهګرو د نیول کیدو دعوه کړې وه . دا په داسې حال کې ده چې په دې وورستیو کې د پاکستان بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا سیوا شوې دي اؤ د پاکستان پوځ اؤ حکومت منلې ده چې د عمران خان د حکومت په تېره دوره کې ترهګرو سره نرمه رویه د دې سوب شوې ده چې ترهګر ځان نور منظم اؤ خپل ترهګریز فعالیتونه پراخه کړي. د ترهګرو لخوا په وروستیو ترسره شوؤ بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نخښه کړل شوي دي اؤ ددې بریدونو ذمه وارۍ زیاتره ټي ټي پي اؤ داعش په غاړه اخستې دي. د روانې مئ میاشتې په پیل کې د غیرسرکاري څېړنیزې ادارې پاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورټی سټډیز په یو رپورت کې مخې ته د راغلو شمېرو له مخې د اپریل په میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې 23 فیصدي اؤ په دې کې اوښتو ځاني زیانونو کې 17 فیصدي اضافه لیدل شوې ده. دغه رپورټ ښایي چې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته ځپلې ده اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ پېښې 100فیصدي زیاتې شوې دي. رپورټ وایي په تېره میاشت کې امنیتي ځواکونو ته اوړیدلو ځاني زیانونو کې هم 35 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده. پورټ کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو هم تېره میاشت دتندلارو اؤ ترهګرو پر ضد خپل عملیات لا پسې سیوا کړي دي اؤ په بیلابیلو عملیاتو کې 41 ترهګر وژل شوي اؤ 40 نور نیول شوي دي.

28.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more