شاته

بلینکن: د داعش خلاف جګړه نه ده ختمه شوې، باید افغانستان یې پټن ځای جوړ نه شي

واشنګټن ــــ د امریکا خارجه وزير اینټني بلینکن د زیات – پنجشې په ورځ ویلي د اسلامک سټېټ یا داعش ډلې په ضد جګړه لا نه ده ختمه شوې او وايي د داعش راپورته کېدونکي خطر ته ویښ اوسیدل غواړي او دا خبره باوري کول پکار دي چې افغانستان د ترهګرو پټنځای جوړ نه شي.

خارجه وزیر بلینکن دا خبرې په داسې مهال کړي دي چې داعش ډلې د نهې- سې شنبې په ورځ د افغانستان په یو شمالي ولایت بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي نثار احمد احمدي په یو ځانمرګه برید کې له خپل یو ډرایور سره وژلی دی.

بلینکن دا خبرې په سعودي عرب ریاض کې د داعش په ضد د اتیاوو هېوادونو نړیوال اتحاد ګلوبل کولېشن د خارجه وزیرانو غونډې ته کړي دي.

بلېنکن وویل “چې افغانستان او د افریقا ساحل کې د داعش سره تړلې ډلې د خطرې په توګه موجود دي”،

نوموړي غونډې ته ویلي چې د داعش خلاف اتحاد په عراق او شام کې په علاقايي توګه داعش ته ماتې ورکړې، مشرانیې ورله ددغه ځایه زغلولي او په لویه کچه د بریدونو مخه یې نیولې ده.

خو اینټني بلېنکن په مکمله توګه د داعش د ختمولو لپاره نور اړخونه هم روښانه کړي دي.

هغه په دې مهال په عراق او شام کې د وسلوالو بهرتي کولو، د ډلې د پاره د پېسو راټولو او د جرمونو د محاسبې د باوري کولو لپاره د 600 میلینه ډالره مرستې هم اعلان کړې.

بلینکن وویل په خاصا توګه هغه هېوادونه چې وګړي یې عراق او شام کې د وسلوالو سره یو ځای شوي وو او دا وخت په زندانونو کې بند دي چې پکې ماشومان هم شامل دي، باید خپلو هېوادونو ته انتقال کړی شي خو دا خطره یې هم په ګوته کړی که چېرې دغه وسلوال پرېښودل کېږي هم نو ورته باید پام وشي هسې نه بېرته د وسلوالو سره یو ځای نه شي.

د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان غونډې ته خپله وېنا کې وویل چې د ځینو وړو هېوادونو په شمول یو شمېر ملکونو د خپلو وګړو د واپسۍ عمل پېل کړی دی.

خو د سعودي خارجه وزیر اندېښنه وښودله چې ځینو شتمنو هېوادونو تر اوسه د خپلو خلکو بوتللو عمل نه دی پېل کړی خو ددغه هېوادونو نومونه یې نه دي اخستې.

نوموړي زیاته کړه د اتحاد د برخه والو په حېث دا عمل د قبلولو وړ نه دی باید دوي هم خپلې ذمه واری پوره کړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00