شاته

د بدخشان په چاودنه کې د طالبانو د مخکیني پولیس مشر په ګډون 15 تنه وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

واشنګټن ـــ د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د طالبانو د مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې ده، چې په نتیجه کې یې د طالبانو د مخکیني پولیس مشر په ګډون لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي‌ دي او شاوخوا 50 تنه ټپیان شوي دي.

د سه شنبې- نهې په ورځ یو ځانمرګي بریدګر د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د والي د مرستیال نثار احمد احمدي د موټر مخ ته د چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودلی وو چې له امله یې د والي مرستیال او د هغه ډرایور پکې پکې وژل شوي وو او د فیض اباد ښار په جومات کې یې فاتحه روانه وه.

طلوع نیوز وایي د بدخشان ولایتي روغتون سرچینو ورته ویلي چې 15 مړي او 50 ټپیان وروړل شوي‌دي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لومړنیو معلوماتو په بنیاد وایي په نننۍ چاودنه کې 11 تنه وژل شوي او تر 30 زیات ټپیان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر معزالدین احمدي مخکې وي او اې ته یې ویلي وو چې دغه چاودنه نن د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین په «نبوي مسجد» کې د مولوي نثار احمد احمدي په فاتحه کې شوې ده، چې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مخکینی د پولیسو مشر مولوي صفی الله صمیم پکې وژل شوی دی.

رپوټونه وایي د فاتحې په مراسمو کې د طالبانو ځینې چارواکي او عام خلک هم شامل وو او ځینې ناتایید شوي رپوټونه وایي چې د طالبانو نور چارواکي هم په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي نور معلومات به وروسته خپاره کړي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د بدخشان په فیض اباد ښار کې نننۍ چاودنه په "کلکو ټکو" غندلې ده. د کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې چاودنه کې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي" دي:

"حامد کرزی دغه پیښه یو تروریستي او د ټولو انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل بولي او د لوی خدای له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي".

د دې چاودنې ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د نهې- سه شنبې په ورځ د بدخشان د مرستیالي والي پر موټر د ځانمرګي برید ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه.

د 2021 کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اوسه په همدې بدخشان ولایت کې د طالبانو پر لوړ پوړو چارواکو څو بریدونه شوي دي.

د تېر 2022م کال د دسمبر پر 26مه د بدخشان د پولیسو له ودانۍ سره نیژدې په یو موټر کې د ایښودل شوو چاودېدنکو توکو په چاودنه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو د مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان وو.

د روان 2023م کال د مارچ پر نهمه د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل په خپل دفتر کې په یوه چاودنه کې له دوو نورو کسانو سره وژل شوی وو. په دې برید کې اوه تنه ټپیان شوي وو.

پر داود مزمل باندې د برید ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخیستې وه.

داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00