شاته

اصف دراني: طالبان هغه وخت په رسمیت پېژنو چې نور ګاونډي هېوادونه یې منلو ته چمتو شي

د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی اصف دراني وايي پاکستان به د طالبانو حکومت هغه وخت په رسمیت وپېژني چې د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه یې هم منلو ته چمتو شي.

د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې ښاغلي دراني وویل د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ کومه ستونزه نشته او د پاکستاني طالبانو په اړه یې ورسره خبرې روانې دي.

د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې نږدې ۲۲ میاشتې کیږي خو حکومت یې تراوسه هیڅ کوم هېواد په رسمیت ندی پېژندلی، که څه هم د پاکستان، چین او ایرن په ګډون یو شمېر هېوادونو د طالبانو له لورې معرفي شویو دپلوماتانو ته د اعتبارنامې ورکړي دي.

ښاغلي دراني وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراختیا، د افغانستان د زیربنا له پروژو سره مرستې او د تعلیم په برخه کې د ستونزو هوارولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي زیاته کړه: "د تعلیم په اړه ډیرې ستونزي شته. خو دا یوه مسئله ده چې زه یي په پام کې لرم او د خپل رول لوبولو ته سترګې په لار یم."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیاواکمن کېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له تعلیم څخه منع کړي دي. پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونو نړیوال قهر پارولی دی.

دراني په داسې حال کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه په دنده ګومارل کیږي چې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې پلان لري زرګونه پاکستاني کډوال چې په سرحدي ولایتونو کې پراته دي، د هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي ځکه شک کیږي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پیښو ډیروالی د همدې کډوالو له کبله دی.

ښاغلي دراني پدې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې ددې موضوع باندې څه ویل ورته له وخته وړاندې ده.

د اصف دراني سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.