شاته

د منځنۍ اېشيا وګړي د غټو طاقتونو په خپلمنځي مقابله کې خپلې ګټې لټوي

واشنګټن - څنګه چې د نړۍ درې غټ طاقتونه روس، چين او امريکا په منځنۍ ايشيا کې خپل خپل اثر رسوخ سېوا کول غواړي دغه رنګ د سيمې خلک هم خپلو ګټو ته ګوري او د هغه چا هرکلی به کوي چې ورته ډېر ګټور ښکاري.

يوه ازبکه مور مقدس وايي “زما مېړه او وروڼه د کلونو راهسې په روس کې مزدوري کوي او پيسې راليږي. مونږ د چين په جوړ کړو ودانیو کې اوسېږو. بچي مو انګرېزي زده کوي او په امريکا کې د زدکړو خوبونه ويني”.

هغې په تېر ژمي کې د توانايۍ د کمي په حواله ويلي وو کله چې په ميلينونو ازبکان د يخنۍ د لاسه ډېر اغېزمن شول چې دوی د هرې ښې موقعې هرکلی کوي. د توانايۍ کمي شکونه راپورته کړي وو چې تاشکند د روس سره پټه معمله کړې او لا چين ته د قدرتي ګېس صادرولو دا ستونزه جوړه کړې وه.

په قازقستان کې د خوراکي توکو او دوايانو کاروباريان دواړو ګاونډي هېوادونو ته د خپلو سوداګانو په ور رسولو خوشاله دي او غواړي نور نه نوره امريکايي سرمايه کاري يې هم په ملک کې وشي.

يو تن د دې په اړه وويل “مونږ دا عياشي کولی شو چې بل څه غوره کړو؟ مونږ کولی شو چې روس او چين ته په کاروبار او تجارت کې انکار وکړو؟

د ازبکستان او تاجکستان په پوله اوړېدونکو خلکو وي او ای ته وويل، سره د دې چې په پوره يقين نه دي چې اقتصادي حالات به د اوکراين د يرغل نه وروستو څنګه وي خو چمتو دي روس ته روزګار ته لاړ شي.

يو ټرک چلوونکي نور علي وويل “روس ډېر غټ هېواد دی. دا اسان کار نه دی خو کله چې اړين اسناد ولرې او غواړې پیسې وګټې او خپلې کورنۍ ته ښه ژوند ورکړې نو ځکه زه په روس کې د خپل کار پرېښودلو سوچ هم نه کوم”.

تاجک تحقيق کوونکې لولي صنم وي او ای ته وويل، د هر چا خپله خپله تجربه او رایې ده خو ډېر خلک دا مني چې د شوروي اتحاد د وخت په رنګ روس اوس هم دوی ته غټ طاقت دی.

هغه وايي “څه چې په روسۍ ژبه کې نه وي نو ډېر خلک پرې يقين هم نه کوي ځکه زمونږ يو شريک ياداشت جوړ شوی او روس د مشر ورور او د نه بدلوونکي او اغېز لرونکي په مثال منل کيږي. دا يوه لږه طبقه خلک دي چې جمهوريت مني او په خصوصي توګه د اظهار ازادي مني”.

هغه وايي چينايي ژبه په تاجکستان کې ډېر لږ خلک پېژني او ډېر خلک د چين سرمايه په راروان نسل يو مالي بار ګڼي.

په کرغستان کې چې د چين سره 1000 کيلوميټره پوله لري خلک د چين خلاف تاثرات لري او دا په احتجاجونو او مقدمو کولو کې ښکاره کوي، خو سيده سايپ ګڼي د هېواد خلک د چين په حقله ميانه روه دي ځکه دوی ګڼي هېواد يې د چينايي مالونو د پاره د وړلو راوړلو دروازه ده.

د ازبکستان د چارو کارپوه حسن جون ګانيو چې په جاپان، سينګاپور، سويلي کوريا او مليشيا کې يې سبق ويلی خو کاروبار په امريکا کې کوي ګڼي سيمه يې د اېشيا سره تړلې ده.

هغه وايي “مونږ به د غرب سره نوره ورکړه راکړه ولرو، خو ريښتيا دا دي چې دا سيمه تر ډېره ختيځ او سوېل پله ځي او که چېرې روس په ډرامايي توګه بدل شو بنو يا حالات بدلېدلی شي”.

خو حسن جون ګڼي امريکا به تل د بدلون او ځان ته د راښکلو رڼا لري. هغه مني امريکا ته د ځان د منلو د پاره په بيلينونو کې سرمايه کارۍ ته حاجت نه شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00