شاته

سياسي کارپوهان: پاکستان کې طاقتوره اسټېبلشمنټ تل د خپلو ګټو دپاره ډلې جوړې کړې او بيا ماتې کړې

پاکستان کې په تېرو دوه لسيزو کې دوو سیاسي ګوندونو مسلم ليګ ق او تحريک انصاف په مرکز او صوبو کې حکومتونه کړي خو بيا د مسلم ليګ ق قامي څوکۍ راکمې شوي څو سيټونه ورسره پاتې شوي او د سياسي چارو کار پوهان وايي ښکاري تحریک انصاف ګوند اوس د مسلم ليګ ق په لوري روان دی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر فيض الله جان وايي د نهمې مې نه وروسته د تحريک انصاف د يو قامي سياسي پارټۍ د حیثيت څخه په تېزۍ راغورځېدل د پاکستان په سياست کې د خپل نوعيت وړومبۍ پېښه نه، له دې وړاندې "پوځي امر جنرل مشرف جوړه کړې" پارټي مسلم ليګ ق په 2008 کې هغه شان پاتې نه شوه او ښکاري د عمران خان تحریک انصاف ګوند به هم هغه ته يواځې پاتې شي.

هغه وویل، "ښکاري تحريک انصاف ته اسټبلشمنټ وويل ډيوټي يې پوره په بل ځای کې به ترې کار اخلي هم د هغه يو کس پارټي وه او هم هغه يو کس پاتي شو دا نه ده چې خلک ورسره نه ودريږي که اوس هم صدارتي الېکشن وي زه وايم په موجوده وخت کې عمران خان به د هر چه نه زيات ووټ واخلي خو په يو کس کار نه کيږي ټيم پکار وي".

سياسي پوهان وايي، د عمران خان په ګوند کې په نظريه د کلکو ولاړو سياسي مشرانو او ورکرانو کمی وو او د نهمې مې د پېښو وروسته دغه کمی په ډاګه شو.

د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر محمد زبېر وايي تحريک انصاف ته د نورو عضوي يا ارګينک ګوندونو په څېر نه شي کتل کېدی، ق ليګ او هم د عمران خان تحريک انصاف ته په ناڅاپي توګه د هغو موقع پرستو ټوله راغله چې مدام یې د پوځي اسټبلشمنټ په اشارو سياست کړی دی.

"که د پي ټي ای موازنه مونږ نورو سياسي پارټو سره کوو د پاکستان پيپلز پارټۍ يا پي ايم ايل اين سره، کوم چې غټ جماعتونه دي په پاکستان کې، نو مونږ ته پکې ډېر فرق ښکاري، يو دا چې د پي ټي ای د نورو دوه پارټيانو پشان خپل چې کوم جينون ورکرز يا ليډر شپ هغه ډېر کم دي کې زياتره کوم ليډر شپ یې دی هغه د نورو پارټيانو نه راغلي دي" او تل یې موقع پرستي کړې ده.

د پاکستان په روان کړکېچ ليکوالې مديحه افضل د بروکينګ انسټيټوټ دپاره په يو مضمون کې ويلي، د پاکستان پوځ په سياست کې خپل اختيار ته دوام ورکړی او په سياسي مشرانو یې د ډلو بدلولواو سياست پريښولو دپاره فشار او زور راوړل عمومي تګ لارې ساتلي دي.

د تحريک انصاف سره د پوځي اسټبلشمنټ د اوسني چلند په حقله د ايتلافي حکومت رويه ځکه د څيړونکو دپاره د حېرانتيا وړ ده چې په نزدومياشتو کې د اسټبلشنټ څخه په دغه رويه پي ايم اېل اين او پيپلز ګوند هم ګيله مند پاتې شوي دي.

مديحه افضل ليکلي په تيرو دوه لسيزو کې د پوځ د کردار په اړه يواځې هغه ګوندونه په جار خبره کوي چې په اختلاف کې ناست دي. په کال 2019م او 20م به د مسلم ليګ ن مشرانو د هغو پوځي جرنېلانو نومونه په جار اخستل، او د تحريک انصاف پلويان اوس دا کار د اوسني پوځي جرنېلانو په ضد کوي.

د سياسي چارو کار پوهان وايي، په کمزوري سياست کې سياسي مشران هم د خپلو ذمه وارو نه پوره کولو د تور څخه نه شي خلاصېدی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې په خپله اداريه کې ويلي، د هېواد سياسي مشران او سياسي پارټۍ د يو بل په بدو ردو د خوشحالېدو د خواهش څخه نه دي خلاص.

د مسلم ليګ ن د مشرې مريم نواز خپل پلار درې ځله په غېر جمهوري طريقو او مشکوکو عدالتي فېصلو د وزيراعظم د څوکۍ څخه لې کړی شوی خو په وروستيو کې هغې يوې عوامي غونډې ته وويل د تحريک انصاف متبادل د عمران د عمل نتجه ده او دا چې پي ټي ای به په 300 برخو کې وويشل شي.

عمران خان په وروستيو کې منلې يو بې اختیاره وزيراعظم وو او د حکومت ټول واک اختيار یې د پوځ سره وو، خو بيا هم د نهمې مې د پېښو وروسته د هغه د کابینې یو پخواني وزير حماد اظهر ويلي، مزاکرات او سياسي خبري به يواځې د طاقتور او اختيارمند اسټبلشمنټ سره کوي.

او په خپل وخت کې د مخالفه سياسي مشرانو پرضد د مقدمو جوړولو تور د عمران خان د سياسته نه شي وينځل کېدی او د لنډ وخت دپاره د طاقت وره پوځي اسټبملشمنټ د خوښې او مرضۍ ګوند جوړېدل زياتره د سياسي ګوندونو دايمي خواهش هم پاتې شوی دی.

څيړونکي محمد تقي په وروستیو کې د انګريزۍ ژبې وېبپاڼې [دي واير] دپاره خپل مضمون کې ويلي، پوځ په سياست او عامو چارو کې د بې پلوه پاتې کېدو دعوې په تکرار سره کړي دي خو په څرګنده پوځ په غېر پوځي چارو او سياست کې د پخوا په څېر نور هم بوخت په نظر راځي.

د پاکستان پيپلز ګوند پخوانې سېنېټر او سياستوال فرحت الله بار وايي سياسي پارټۍ جوړول او بيا ماتول او د سياستوالو پارټۍ بدلول د سياسي بې ثباتۍ جرړې دي، که چرته دا کار په خپله خوښه وي نو بې ثباتي یې د لږ وخت دپاره وي خو که دا کار غېر جمهوري قوتونه د خپلو ګټو دپاره کوي نو بې ثباتي دوامداره پاتې کيږي.

څيړونکي وايي، د سياسي پارټو جوړولو، ماتولو يا هم د جوړو پارټو د جاري ساتلو ضرورت د پاکستان د دايمي سياست برخې دي، د اصغرخان تحريک استقلال ، د الطاف حسېن ايم کېو ايم او اسلامي جمهوري اتحاد په شا هم د غېر جمهوري قوتونو لاس وو او لږ ه يا ډيره موده پس هم دغه ډلې د خپلو جوړونکو لخوا ماتې شوي دی.

سياسي پوهان په دې نظر دي، په سياست کې په نظريه او مرام ولاړو سياسي فعالانو د کمي يوه غټه وجه په هېواد کې د غېر جمهوري قوتونو لاس وهنه ده نو ځکه په مرام ، مقصد او نظريه ولاړ سياسي ليډران او کارکنان کم شوي دي او شخصيت پرست، موقع پرست او بې باوره نعري وهونکي پلويان چرته هم يو سياسي ګوند ته دايمي حيثيت نه شي ورکولی.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00