ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د تورخم دروازې د تړل کیدلو اصلي علت څه دی؟ - اتصال

د تورخم بندري لار نن اتمه ورځ هم د خلکو او سوداګرو پرمخ تړل شوې وه. افغان سوداګر وایي هره ورځ يو ميليون ډالر زيانمنیږي. دغه اقتصادي زیان څنګه جبران کیدای شي؟ د حل لاره څه ده؟ د اتصال په دې خپرونه کې پرې بحث شوی.

13.09.2023 امریکا غږ

ټایچرټ: له هوا د امریکا نظارت افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ کموي - ځانګړې مرکه

د امریکا د هوايي ځواکونو مرستیال جان ټایچرټ وايي د سپتمبر ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو ۲۲ کاله وروسته د امریکا دپاره د ترهګرو ګواښ اوس هم جدي دی. له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې دغه امریکايي جنرال ویلي، د هوا له لارې د امریکا څار په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا ګواښ کموي.

13.09.2023 امریکا غږ

د شمالي کوریا مشر: مسکو به د اوکراین سره په جګړه کې 'لویه بریا' ترلاسه کړي

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن چهارشنبې د سپټمبر ۱۳( وږي۲۲) له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د وستوچیني‌ په فضايي اډې کې د کتنې پر مهال د روسیې د "عادلانه جګړې" څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، او ویې ویل چې روسیه به 'لویه بریا' خپله کړی.

13.09.2023 امریکا غږ

د افغانستان لپاره د چین سفیر د طالبانو رئیس الوزرا ته خپل باور لیک وړاندې کړ

د طالبانو د حکومت مقامالت وایي چې د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر جاو شینګ د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته خپل باور لیک وړاندې کړ.

13.09.2023 امریکا غږ

پاکستاني او ایراني چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د ایراني رسنیو د راپور له مخې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیرحسین امیر عبداللهیان او افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د دغه هیواد د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

13.09.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال ایران څخه وطن ته ستانه شوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په دواطلب یا جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

13.09.2023 امریکا غږ

ټام ویسټ: افغانستان کې تر ټولو ستره اندیښه مو د داعش-خراسان شتون دی

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش-خراسان څانګې شتون د امریکا لپاره تر ټولو ستره اندیښنه ده ځکه دا ډله په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو نیت لري.

13.09.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

13.09.2023 امریکا غږ

عراق کې د سویډن په سفارت د برید په تړاو ۱۸ عراقي پولیس په بند محکوم شول

په عراق کې محکمې سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د پولیسو ۱۸ افسرانو ته د بند سزاګانې ورکړلې ځکه هغوي پدې کې پاتې راغلي و چې د بغداد په ښار کې د سیویډن په سفارت د برید کولو مخه ونیسي.

13.09.2023 امریکا غږ

د استازو مجلس مشر د بایډن استیضاح کیدو لپاره د پلټنو اعلان وکړ

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د جمهور رئیس جو بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو اعلان وکړ چې معلومه کړي آیا هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د خپل زوی هنټر بایډن د کاروبار څخه ګټه اخیستې که نه.

13.09.2023 امریکا غږ

پیټریس: ترهګر لا هم له افغانستان څخه د سیمې امنیت ګواښي

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پخوانی قوماندان، ډیویډ پیټریس وايي، ترهګر لا هم له افغانستان څخه تر یوې کچې د پاکستان او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو امنیت ګواښي.

12.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

12.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

12.09.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

12.09.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

12.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more