شاته

پیټریس: ترهګر لا هم له افغانستان څخه د سیمې امنیت ګواښي

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پخوانی قوماندان، ډیویډ پیټریس وايي، ترهګر لا هم له افغانستان څخه تر یوې کچې د پاکستان او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو امنیت ګواښي.

ښاغلي پیټریس د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه وو، ځکه د القاعده ډلې مشر ته یې نه یوازې ځای ورکړی وو، بلکې په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په خوندي کور کې اوسیده.

پیټریس د افغانستان وضعیت ته په اشارې وویل: "امنیتي اندیښنې شته، هره اونۍ د داعش ډله بریدونه کوي‌. د مقاومت افغانه ډله هم کله نا کله بریدونه کوي. راپورونه وايي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې اډې لري."

پاکستاني چارواکو هم ورته اندېښنې ښودلي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي، چې پر دغه هیواد باندې دې د افغانستان له خاورې د ترویستي بریدونو مخه ونیسی او په دې برخه کې دې خپل مسولیت ترسره کړي.

خو پیټریس چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی اې) مشر هم تیر شوی، په افغانستان کې تروریستي ډلې هومره غښتلې نه بولي چې په نړیواله کچه د سپتمبر د ۱۱مې په څېر بریدونه ترسره کړي او وايي: "دا په دې معنی نه ده چې موږ پرې له نږدې څار و نه لرو، زه ډاډه یم چې موږ پر هغوی څار لا زیات کړو چې هلته څه روان دي."

د پیټریس په وینا، طالبان پر ټول هیواد، په ځانګړي ډول په ختیځ او شمال ختیځ کې پر ځینو سیمو کنټرول نه لري.

هغه وویل: "په دغو سیمو کې تحریک طالبان پاکستان کولای شي‌ په اسانۍ پاکستان کې قبایلي سېمو ته تګ راتګ وکړي، بریدونه وکړي او دا هغه څه دي چې هغوی یې کوي. لکه څنګه چې تاسو پوهیږۍ تحریک طالبان پاکستان له لسیزو راهیسې فعاله ده او په ټوله کې یو ګواښ دی."

له ډیویډ پیټریس سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه