شاته

ملګري ملتونه: شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال ایران څخه وطن ته ستانه شوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال له ایران څخه په دواطلب یا جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) خپور شوی په کې ویل شوي، چې ددغه شمیر ۳۱۰ زره هغه افغانان دي، چې په ایران کې د اوسیدلو رسمي اسناد نلرل.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو شمیرنې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې د شمیرنو په پرتله ۱۶ فیصده زیاتې دي".

ددې سربیره د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ له ایران څخه د اوو هغو افغان کډوالو د شړلو راپور وکړی، چې په دغه هیواد کې یې د کډوالو په توګه د اوسیدلو رسمي اسناد هم لرل او په اسلام قلعه او زرنج کې ددغې ادارې سره یې نومونه ثبت شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دا اوه تنه افغانان په ایران کې د نیول کیدو وروسته په عمومي ډول د قانون څخه د سرغړونې په شک له دغه هیواد څخه شړل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: " اکثره شړل شویو کسانو ویل چې د قانوني مراحلو د پلي کولو پرته له ایران څخه ایستل شوي دي. د همدې له امله هغوی ته د ایران څخه د ایستلو دمخه په افغانستان کې د ساتنې په برخه کې د احتمالي اندیښنو د څرګندولو لپاره فرصت نه و ورکړل شوی".

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له ایران څخه شړل شویو کډوالو د فزیکي تاوتریخوالي، خوړو او د څښلو اوبو ته نه لاس رسی، مناسبو روغتیايي خدمتونو او همداشان توهین او تحقیر، په زندانونو کې په زیات شمیر کسانو شتون، د کورنيو څخه جداوالي او د پیسو او شتمنیو له لاسه تللو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو راپور ورکړی دی.

ایراني چارواکو تراوسه د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د بشري حقونو څخه د سرغړونو د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

همداشان د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ۴۰۰ زره کسانو په خپله خوښه له ایران څخه وطن ته د ستانه شویو افغانانو د ستنیدلو خبرهم ورکړی دی.

ددغې کمیشنرۍ د وینا له مخې دغو ستنو شویو کډوالو خپلو کورنیو سره یوځای کیدل، ایران کې د روغتیايي خدمتونو څخه محرومیدل، د کار د امکاناتو نشتون، د ژوند د تیرولو لوړ مصرف، ستنیدلو لپاره د پاسپورت او ویزو تمدید، ایران کې د نیولو او افغانستان ته د شړولو د اندیښنو، افغانستان کې د کرکیلې د فصل پیلیدل او د ایراني پولیسو او دولتي چارواکو سو استفاده افغانستان ته د خپلو ستنیدلو په اصلي دلایلو کې یاد کړي دي.

ایران ته د افغانانو سفر

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ اټکل کړی، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۳۳ زره افغانانو په معتبرو اسنادو په لرلو سره ایران ته سفر کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د مۍ د میاشتې له نیمايي څخه د جون د میاشتې تر وروستیو پورې نږدې ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ اسناد نلرونکي افغان کډوال ( ځانګړي ډول مجرد افغانان) د غیر رسمي لارو هره اونۍ ایران ته تلل. دا شمیر د اپریل د میاشتې څخه د جون تر میاشتې هره اونۍ د ۱۵۰۰ او ۱۸۰۰ تنو ترمنځ و.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ویلي: "د راپورونو له مخې په غیر رسمي لارو تګ ټول امکانات د انساني قاچاقبرانو له خوا برابریږي".

د ملګروملتونو ددغه دفتر د معلوماتو له مخې په سفارتونو او قنسولګریو کې د پاسپورټ او ویزو د ترلاسه کولو په بهیر کې ګڼه ګوڼه ، ناسم اقتصادي وضعیت د اسنادو ترلاسه کولو ته د خلکو د لاس رسي مخه نیسي او د همدې له امله دا امکان لري، چې افغانان په قاچاقي لارو سفرونږ ته وهڅوي.

فورم \ دبحث خونه