شاته

پاکستاني او ایراني چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د ایراني رسنیو د راپور له مخې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان او افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د دغه هیواد د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ ( وږي ۲۲) ویلي، چې امیر عبداللهیان د اصف دراني سره په کتنه کې د سیمې او افغانستان په تحولاتو کې د ایران او پاکستان د اغیز لرونکي رول د یادونې په مهال هیله ښودلې ده، چې دا سلامشورې به په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

ایرنا ویلي: "امیرعبداللهیان د افغانستان د وضعیت د ارزولو په دوام په افغانستان کې د ګواښونو لپاره د حل لارې د لټولو په برخه کې د سیمې د نوښتونو څخه د ګاونډیانو په چوکاټ کې د ملاتړ په اړتیا ټینګار وکړ".

ایرنا ویلي، چې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان په باب د خپلې سیاسي او امنیتي ارزونې د وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو په برخه کې د ایران سره د همکارۍ په اړه د پاکستان اراده څرګنده کړې ده.

ښاغلی درانی د دوشنبې په ورځ ایران ته تللی دی. هغه د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۷ کلنو ترمنځ په تهران کې د ایران د سفیر په توګه هم کار کړی، خو د پاکستان پخواني صدراعظم له خوا افغانستان لپاره ددغه هیواد د ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کیدو وروسته دا ایران ته د هغه لومړنی سفر دی.

په عین وخت کې د ایران د ایسنا خبري اژانس ویلي، اصف دراني د سه‌ شنبې په ورځ سپټمبر ۱۲ (وږي ۲۱) په تهران کې افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد د سفیر سره هم د افغانستان او سیمې په حالاتو خبرې کړي دي.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې په دې کتنه کې د افغانستان د سولې لپاره د ایران او پاکستان پر رول خبرې شوې دي.

د ایران او پاکستاني چارواکو ترمنځ د افغانستان په اړه دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې په دې وروستیو اونیو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې د ستونزو سره مخ شوي دي.

پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول د طالبانو په حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته په افغانستان کې د پناه ورکولو او ددغې ډلې څخه د ملاتړ تورونه لګولي دي.

ددغو تورونو په لړ کې د پاکستان د لنډ مهالې حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو حکومت غیر مشروع بللی دی.

ښاغلي کاکړ د پاکستان د "اج" تلویزون سره په مرکې کې ویلي دي چې لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې مداخله وکړه او شاوخوا درې تریلیون ډالر یې پرې ولګول، خو بیا هم دا هېواد د مرکزي قدرت څښتن نشو.

کاکړ وايي چې په دپلوماتیکه برخه کې باید واقعیتونه له پامه ونه غورځول شي. هغه زیاته کړه: "په ګاونډي هېواد کې د مرکزي اقتدار پروژه کامیابه نه وه، ځکه چې پاتې هېوادونه خپلو کورونو ته ولاړل، شته حکومت [عملي] دی او مشروع نه دی."

نوموړي وویل چې د پاکستان حکومت د افغانستان، سرحدي سیمو او خیبرپښتونخوا واقعیتونه درک کوي او د طالبانو د حکومت توانايي او نیت ارزوي.

ښاغلي کاکړ ددغو څرګندونو دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په شپږمه د افغانستان سره په سرحد کې د چټرال په سرحدي سیمه کې د دغه هیواد د پوځ په دوو پوستو باندې د بریدونو وروسته چې مسوولیت یې تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی ویلي چې په دې اړه یې خپلې اندیښنې د طالبانو چارواکو سره شریکې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتار زهرا بلوڅ افغانستان سره د تورخم د سرحدي لارې د تړلو په اړه په یوه اعلامیه کې ددغې لارې د تړلو د علتونو د یادونې پرمهال د چترال برید هم د یو علت په توګه یاد کړی دی.

زهره بلوڅ ویلي: "پاکستان به هیڅکله د لنډ مهالي حکومت له خوا خپله خاوره د هر ډول تاسیساتو جوړول ونه مني، چې د پاکستان له حاکمیت څخه سرغړونه اوسي."

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر نهمه په یوه اعلامیه کې وویل، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو هغه مهال د طالبانو په امنیتي ساتونکو باندې ډزې وکړې، چې کله هغوی د پخواني امنیتي پوستې په بیارغونه بوخت و او د هغې وروسته یې د تورخم دروازه وتړله.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د تورخم سرحد تړل او په دغه سرحد کې د طالبانو په ځواکونو باندې پاکستاني سرحدي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیوب د اصولو پر خلاف بللې وې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې له سیاست څخه د اقتصادي مسایلو په جداوالي باندې ټینګار کړی دی.

تکل ویلي: "په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ټرانزیټ او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حل‌لارې ولټوي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي".

د طالبانو حکومت د پاکستان د لنډ مهالې حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ وروستیو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

د تورخم سرحدي لار لا هم تړلې ده

د ننګرهار ولایت د طالبانو ولایتي چارواکو په یوه لنډه اعلامیه کې چې د ایکس د ټولنیزې شبکې په پاڼه یې خپره کړې ویلي، چې د تورخم لار نن د چهارشنبې په ورځ هم ټړلې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي: "تورخم دروازه نن چهارشنبه هم د پاکستان هېواد له لوري د مسافرو او ترانزيټ پر مخ تړلې ده. له هېوادوالو غوښتنه کوو چې د لارې خلاصېدو پورې تورخم بندر ته تګ او راتګ څخه ډډه وکړي".

دا لار د تیرې چهارشنبې په ورځ سپټمبر شپږم د پاکستاني او د طالبانو د سرحدي ساتوونکو ترمنځ د یوې نښتې وروسته تړل شوې ده. تراوسه ددغې لارې د بیرته خلاصیدو لپاره د دواړو خواو ترمنځ څو ځلې خبرې شوي، خو تراوسه دغو ترسره شویو خبرو د تورخم د سرحدي لارې د پرانیستلو سره مرسته نه ده کړې.

د لارې د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته په سلګونو مسافر او د تازه میوو او ترکارۍ په ګډون په سوداګریزو توکو بار په سلګونو لارۍ د لارې د پرانیستلو لپاره شیبې شماري.

یو شمېر افغانان چې وايي د درملنې دپاره پاکستان ته تللي وو، د دروازې تر تړل کېدو وروسته اوس تورخم ته څېرمه د لنډي کوتل په یوه جومات کې منتظر پاتې دي.

د ننګرهار اوسېدونکی ګلاب امریکا غږ سره په مرکه کې د لارې د بندیدو وروسته د خپلو ستونزو په اړه وویل : "ټول مشکل مشکل دی. پردي ځای کې پراته یوو. ها پلو مو بچي دي، هغه مو یادېږي، موږ دلته ناست یوو،‌ زړه مو هاغاړه دی، چې دا څنګه چل دی.‌ ټیلي فون تماس راسره نشته، نه پوهېږو، چې څنګه چل به وي څنګه به نه وي."

د تورخم سره بند پاتې بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي،‌ خو غږ یې هیڅوک هم نه اوري.

موټر چلوونکي خیرالله وویل: "زموږ نن اوومه ورځ ده، چې دلته ولاړ یوو. هیچا هم زموږ پوښتنه ونه کړه. د ورځې ګرمي وي او د شپې مو بیا مار لړم وېروي، په دې سړکونو پراته یوو.‌ لارۍ مو ډکي دي، ټرانزیټ مو را اچولی دی. موږ ته هیڅ پته نشته، چې موږ کومه ګناه کړې ده، چې نه مو داسي پرېږدي، نه هغه خوا."

فورم \ دبحث خونه