سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
پر امریکا د سپتمبر ۱۱ بریدونو ۲۲ کاله وروسته - اشنا ځانګړې خپرونه
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د دوشنبې د ورځې په دغه پښتو او دري ګډه خبري خپرونه کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو پر بېلابېلو اړخونو د چارواکو وروستۍ څرګندونې او د څېړونکو ارزونې درسره شریکووـ
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
سیلابونو په لیبیا کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه کړي
په لیبیا کې چارواکو نن دوشنبه سپتمبر ۱۱ (وږي۲۰) وویل چې سیلابونو د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې شاوخوا ۱۵۰ کسان مړه کړي دي.
د سپټمبر د ۱۱مې پېښې او پر افغانستان یې اغېزې - اتصال
د افغانستان لپاره ددغو پېښو پایلې څه وې؟ ایا په کومه موخه چې امریکا د طالبانو پخوانی رژیم وپرځاوه هغه یې ترلاسه کړه؟ په دغه ځانګړې خپرونه کې، دا پوښتنې د پخواني افغان چارواکي شامحمود میاخېل او سید اکبر اغا سره څېړل شوېدي.
امریکایان د سپتمبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو د قربانیانو یاد تازه کوي
متحده ایالات د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (وږي ۲۰) د هغه تروریستي بریدونو ۲۲مه کلیزه نمانځي چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په کې ووژل شول.
د پاکستان په پوځي کاروان چاودنه شوې
په پاکستان کې چارواکي وايي د خیبرپښتونخوا د پېښور په ښار کې د دغه هېواد د پوځ په یو کاروان بمي چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه یو سرتېری په کې وژل شوی او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
افغان اعتصاب کوونکو د طالبانو د چال چلند په اړه د نړیوالې ټولنې په سکوت انتقاد کړی
د ښځو او بشري حقونو مدافعانو اومدني ټولنې یو شمیر غړو، چې د تیرو څو ورځو راهیسې په یو شمیر لودیځو هیوادونو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له خوا د جنسیتي تبیعیض رسمیت پیژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی د نړیوالې ټولنې په چپ پاتې کیدو یې انتقاد کړی دی.
د تورخم دروازې تړل کېدو په اړه د پاکستان غبرګون: په خپله خاوره د هېڅ ډول تاسیساتو جوړول نه منو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تیرې ورځې اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو لنډ مهالی حکومت د تورخم د سرحد د تړلو په علتونو باندې پوهیږي.
طالبان: پاکستان سره تورخم د لارې پرانیستلو په سر خبرو لا نتیجه نه ده ورکړې
د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو ولایتي چارواکي وايي، چې د پاکستاني چارواکو سره د تورخم د سرحد پرانیستلو لپاره خبرې تراوسه خبرو نتیجه نه ده ورکړې.
د موساد مشر: چمتو یو د اسرئیل ضد عوامل د تهران په زړه کې په نښه کړو
د اسرائیل د استخباراتي ادارې مشر یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې هیواد یې چمتو دی د تهران په زړه کې هغه د اسرائیل ضد څه باندې لس عوامل وځپي چې په نړۍ کې په یهودي او اسرائیلي اهدافو په نښه کولو کوښښ کوي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د پاکستان یو سرتیری شمالي وزیرستان کې وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی
د پاکستان پوځ یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې یو سرتیری تیره شپه د شمالي وزیرستان د میر علي په ښارګوټي کې د وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی.
د امریکا جمهور رئیس هند کې د چین د صدراعظم سره کتلي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي په هند کې د جي-۲۰ هیوادونو د مشرانو یوې فرعي غونډې کې یې د چین د صدراعظم سره کتلي دي.
مککنزي: له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په 'اړه پښیماني لرم'
د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان فرانک مککنزي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو مسئولیت یې په غاړه لره، ویلي چې له دغه هېواد څخه د وتلو په اړه « ډېره پښیماني» لري.