شاته

امریکایان د سپتمبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو د قربانیانو یاد تازه کوي

متحده ایالات د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (وږي ۲۰) د هغو تروریستي بریدونو ۲۲مه کلیزه نمانځي چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په کې ووژل شول.

ولسمشر جو بایډن به د الاسکا په انکوریج کې په پوځي اډه کې امریکايي سرتیرو او د هغوی د کورنیو غړو ته وینا وکړي.

په هند کې د جي-۲۰ سرمشریزه کې د ګډون او په ویتنام کې له مشرانو سره له لیدلو وروسته بایډن امریکا ته د راستنېدو په لار کې په الاسکا کې تم شوی دی.

د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس به په نیویارک کې د سپتمبر ۱۱ یادګاري څلي په ځانګړو مراسمو کې برخه اخلي. په دغه ځای کې د نړیوال تجارتي مرکز دوې دنګې ودانۍ ولاړې وې. د القاعدې ترهګرو ۲۲ کاله وړاندې دوه مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او له دغو ودانیو سره یې وجنګولې، چې له امله یې دواړه ودانۍ ونړېدې.

اور وژونکی مایک فیتزپاټریک د یوې ودانۍ په لومړي پوړ کې د خلکو په ژغورلو بوخت و چې د ودانۍ نورې برخې هم پرې ونړېدې.

هغه وايي: "مونږ له هغه ځایه ونه وتلو. موږ غوښتل په پېښه کې ژوندي پاتې کسان وژغورو. په همدې وخت کې د ودانۍ نورې برخې راپرېوتې."

هرکال په نیویارک کې د سپتمبر ۱۱ څلي ته خلک راغونډیږي او پر نړیوال تجارتي مرکز باندې په برید کې د ۱۹۹۳ وژل شویو کسانو نومونه اخلي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه تر بریدونو وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش وویل: "نن موږ د یوې ملي غمیزې سره مخ یو. دوه الوتکې د نړیوال سوداګریز مرکز سره وجنګول شوې، ظاهراً دا زموږ د هیواد پرضد یو ترهګریز برید دی."

په نیویارک کې د دوشنبې د سهار پر ۸:۴۶ دقیقو په ټول ښار کې د خواخوږۍ وړاندې کولو دپاره د څو شیبو دپاره چوپتیا او خاموشي شوه. دا هغه شیبه ده چې د امریکن هوایي شرکت ۱۱ نمبر پرواز الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز د شمالي برج سره وجنګول شوه. دویمه چوپتیا په ۹:۰۳ کې وشوه. دا هغه شیبه ده چې د یونایټډ هوایي شرکت ۱۷۵نمبر پرواز الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز پر جنوبي برج ولګېدله.

د غم شریکۍ نورې شیبې هم نن پر ۹:۳۷ وشوې. دا هغه شیبه وه چې د امیریکن هوایي شرکت ۷۷نمبر پرواز یوه الوتکه د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) له ودانۍ سره وجنګول شوه. د سهار په ۹:۵۹ دقیقو د نړیوال سوداګریز مرکز جنوبي برج ونړید، په ۱۰:۰۳ دقیقو د یونایټډ هوایي شرکت ۹۳نمبر پرواز د پنسلوانیا ایالت د شنکسویل ښار په یوه میدانۍ کې نسکوره شوه. او د سهار پر ۱۰:۲۸ د نړیوال سوداګریز مرکز شمالي برج ونړید.

وروسته د هغه وخت ولسمشر جورج بوش ولس ته وویل: "نن سهار د نامعلومو ډارنو کسانو له خوا پر ازادۍ برید وشو او د آزادۍ دفاع به وشي."

اسامه بن لادن او القاعدې د دغو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت واخیست او ورپسې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې جګړه پیل شوه.

فورم \ دبحث خونه