شاته

افغان اعتصاب کوونکو د طالبانو د چال چلند په اړه د نړیوالې ټولنې په سکوت انتقاد کړی

د ښځو او بشري حقونو مدافعانو اومدني ټولنې یو شمیر غړو، چې له څو ورځو راهیسې یې په یو شمیر لویدیځو هیوادونو کې د نه خوراک او څښاک اعتصاب پیل کړی، د نړیوالې ټولنې د سکوت په اړه یې انتقاد کړی دی.

د ښځو د حقونو یوې فعالې تمنا پریاني د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې افغانستان باید د یوداسې هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل شي، چې په کې د جنسیت په اساس تبعیض نه وي. تمنا پریاني د تیرو یوولس ورځو راهیسې د جرمني د کولن په ښار کې اعتصاب پیل کړی دی.

هغې لیکلي: "مونږ مرو، خو نه دریږو، مونږ عمل لیدل غواړو، ولې نړۍ چوپه ده؟ دا چوپتیا شرموونکې ده."

د مینه رفیق په نوم د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې چې د ناروې په پایتخت اوسلو کې یې ددغه هیواد د پارلمان مخ ته د شپږو ورځو راهیسې اعتصاب پیل کړی، ویلي، چې تل یې د ناروې د ټولو سیاسیونو، پارلمان له غړو او ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر څخه د لیکلو پیغامونو له لارې پوښتلي چې ایا د یو بل سپټمبر د یوولسمې پیښیدو ته چمتو یاست که نه؟

مینې رفیق وویل: " که (چمتو) نه اوسي، نو د طالبانو فاشیستي او تروریستي ډلې ته دې نه ووايي او رد دې یې کړي، باید طالبان په رسمیت ونه پیژني."

میرمن رفیق د ټولو هغو کسانو څخه چې د ازادۍ طرفدار دي وغوښتل، چې د افغان میرمنو او د بشري حقونو د فعالانو د نه خوړو له اعتصاب څخه دې ملاتړ وکړي.

مهره فابي په نوم د بشري حقونو یوې بلې فعالې هم چې د تیرو څلورو ورځو راهیسې یې په سویډن کې د نه خوړو اعتصاب کړی د یکشنبې په ورځ په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د اعتصاب په خیمه کې په یوازې سر مبارزه کوي.

مهره فابي وویل:" د روڼ اندو د ټولنې، فیمینستانو، د ښځو د حقونو د فعالانو، مدني ټولنې او هنرمندانو له خوا مې هیڅ ملاتړ نه دی شوی. همداشان د بشري حقونو سازمان زما د اعتصاب په اړه چپ دی."

د ښځو د حقونو د فعالې تمنا پریاني د سپتمبر په اوله د جرمني د کولن په ښار کې د اعتصاب د پیل وروسته د افغانستان په دننه او بهر کې د هغې ملاتړ شوی دی.

د تخار او د بدخشان ولایت کې د ښځو د حقونو خوځښتونو د یو پریکړه لیک په خپرولو سره ویلي، چې دغو میرمنو هم د نه خوراک او نه څښاک اعتصاب کړی دی، نه یوازې د یو اعتراضي اقدام په توګه بلکې د خپلو هیوادوالو لپاره د یو قوي غوښتني په توګه.

ددغه خوځښت د وینا له مخې د اعتصاب کوونکو پیغام دادی، چې افغانستان د یوداسې هیواد په توګه چې په کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض نه وي په رسمیت وپیژندل شي.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي: " مونږ د تخار او بدخشان د ښځو د غورځنګ غړي د میرمن تمنا پریاني د نه خوړو د اعتصاب څخه ملاتړ کوو او د نه خوړو اعتصاب مو پیل کړی دی، تر هغه مهاله چې نړۍ زمونږ غوښتني عملي نه کړي او باید د جنسیت پر بنسټ تعبیض په رسمیت وپیژني اعتصاب ته دوام ورکوو."

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې له ۵۰ څخه زیات فرمانونه او حکمونه د ښځو د ازادیو د محدودولو لپاره صادر کړي، چې له مخې ښځې او نجونې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع شوي دي. د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګول شوی او ښځې په ټولنه کې څنډې ته شوي دي.

دغه اعتصاب کوونکې میرمنې په دې باور دي، چې هغوی د جنسیت پر اساس له خپلو انساني حقونو څخه بې برخې شوي دي. دا میرمنې د نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو ددغه اقدام په خلاف یوي اقدام ترسره کړي.

ددغو اعتراض کوونکو په غوښتنو کې طالبانو مشرانو باندې د سفر محدودیتونه لګول او هم دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو بندیدل او هم په افغانستان کې د ټولو سیاسي بندیانو خوشې کولو غوښتني هم شاملې دي. ټاکل شوې، چې د جرمني د کلن په ښار کې د افغان میرمنو دا اعتصاب د سه شنبې په ورځ پای ته ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه