شاته

د امریکا جمهور رئیس هند کې د چین د صدراعظم سره کتلي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي په هند کې د جي-۲۰ هیوادونو د مشرانو یوې فرعي غونډې کې یې د چین د صدراعظم سره کتلي دي.

ښاغلي بایډن یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې پلان لري د چین د جمهور رئیس شي جنپنګ سره هم ژر وګوري خو پدې هکله یې څه ونه ویل چې دا ملاقات به څه وخت او چیرته وي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " زما ټیم، مامورین لا هم د شي (چین د جمهور رئیس) کابینې سره ملاقاتونه کوي. په حقیقت کې ما د هغه د مرستیال سره په هند کې نن وکتل".

د چین جمهور رئیس په هند کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هیوادونو د مشرانو په غونډې ګډون نه و کړی او خپل صدراعظم یې دې غونډې ته لیږلی و.

د امریکا جمهور رئیس وایي د چین د جمهور رئیس سره په شخصي توګه خبرې نه کول یې د بحران معنی نلري او هیله یې وښوده چې ژر به د هغه سره وګوري.

جو بایډن زیاته کړه چې د چین د صدراعظم سره ملاقات یې "جنجالي نه و او د ثبات په هکله یې خبرې کړیدي او پدې ورسره غږیدلی چې یقیني شي مخ پر ودې نړۍ بدلون ته لاسرسی ولري".

د امریکا جمهور رئیس دا څرګندونې د ویتنام په پایتخت هانوي کې د رسمي ملاقات پر وخت وکړلې.

بایډن د واشنګټن –هانوي تر منځ نږدې همکاري وستایله او دواړو هیوادونو د اړیکو قوي کولو لپاره یو تړون هم لاسلیک کړ چې د وړو چپونو معامله هم پکې شامله ده خو د امریکا جمهور رئیس وویل د ویتنام سره د اړیکو نږدې والی یې د چین د مهار کولو په معنی نده.

جو بایډن په خبري کنفرانس کې وویل چې د ویتنام سره "هر اړخیزه ستراتیژیکه همکاري" د واشنګټن د هغو هلو ځلو برخه ده چې غواړي په آسیا کې د متحدینو شبکه پداسې حال کې ولري چې د چین نفوذ مخ په ډیریدو دی.

د امریکا مشر همدا راز زیاته کړه چې د چین د اقتصادي پرمختګ نه نیسي خو زیاتوي چې غواړي هغوي (چین) د نړیوالو اصولو سره سم پرمختګ وکړي.

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکي د بېلابېلو مسایلو له امله ترینګلي شوي دي.
د دوه اړخیزې سوداګرۍ شخړه، په چین کې د لږکیو، په ځانګړې توګه په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو د حقونو څخه سرغړونه او په هانګ کانګ کې د چین د سختو قوانینو پلي کول د متحده ایالاتو سره د چین جنجالي مسلې دي.

د تايوان په اړه د چين دريځ او له تايوان څخه د امريکا ملاتړ او د جنوبي چين د اوبو په سر شخړه چې د سيمې يو شمېر هېوادونه پرې دعوه لري، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د ترينګلو اړيکو نور عمده عوامل دي.

چین په تایوان باندې د مالکیت دعوه لري او د امریکا او تایوان ترمنځ د هر ډول رسمي معاملو مخالف دی. تایوان د چین د مالکیت ادعا ردوي او وايي چې خلک یې خپل برخلیک په خپله ټاکي.

په تیرو څو میاشتو کې تایوان ته د لوړپوړو امریکايي چارواکو سفرونو د چین سخت غبرګون وپاروه او تایوان ته څېرمه په سمندر کې یې په پراخو پوځي تمرینونو لاس پورې کړ.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحدو ایالاتو له لوري د "واحد چین" پالیسي نه ده بدله شوې.

د ویتنام سره د متحده ایالاتو سوداګري له ۲۰۱۹ راهیسې ګړندۍ شوې ده. خو محدودیتونه شته چې څومره د دغه هېواد د زیربنا، د کارګرو د مهارتونو او حکومتوالۍ له ښه والي پرته نور پرمختګ کولای شي.

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جان فینر ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې به د هغو نادرو معدنونو د اکمالاتو مسله هم شامله وي چې د پرمختللې تکنالوېۍ په وسایلو لکه ځیرک تیلفونونه د الکترونیکي موټر په بیټریو کې کارول کیږي.

فورم \ دبحث خونه