شاته

طالبان: پاکستان سره تورخم د لارې پرانیستلو په سر خبرو لا نتیجه نه ده ورکړې

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي چې د پاکستاني چارواکو سره د تورخم د سرحد د پرانیستلو په سر خبرو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د تورخم د سرحدي لارې د بیا پرانیستلو لپاره خبرې د یکشنبې په ورځ سپتمبر لسمه( وږي ۱۹) د دواړو خواو ترمنځ شوې وې.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار عصمت‌الله یعقوب ویلي، چې پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې هغوی د تورخم د لارې د پرانیستلو په اړه په خپلو منځو کې د سلامشورو لپاره وخت وغوښت.

په دې اعلامیه کې د ښاغلي یعقوب له خولې ویل شوي: "په دې غونډه کې په عمومي ډول د ستونزو د هوارولو په اړه خبرې وشوې او هیله څرګنده شوه، چې د تورخم دروازه ژر د مسافرو او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره پرانیستل شي."

د طالبانو د حکومت ننګرهار ولایتي دفتر په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د چهارشنبې په ورځ لومړی پاکستاني امنیتي ساتوونکو د طالبانو پر ساتوونکو، چې د یوې امنیتي پخوانۍ پوستې په بیا رغونه بوخت وو، ډزې وکړې او وروسته یې د تورخم دروازه هم وتړله.

د تورخم په سرحد کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ ددغې نښتې وروسته تراوسه پورې دا لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي چې نن سهار دوشنبه هم دا لار د شپږمې پرله پسې ورځې لپاره تړلې ده.

پاکستان تراوسه د تیرې ورځې د لارې د خلاصولو لپاره د شویو خبرو په اړه څه نه دي ویلي. خو ځینو پاکستاني سرچینو امریکاغږ ته ویلي، چې د تیرې ورځې په غونډه کې د خبرو له لارې ددې ستونزې په هوارولو ټینګار شوی دی.

سرچېنو ویلي: " پاکستاني پلاوي ویلي، چې د پخواني پوستې د بیا رغونې اجازه به ورکړل شي او که چیرې یوه نوې امنیتي پوسته جوړیږي باید له وړاندې پاکستان ته یې خبر ورکړل شي".

په عین وخت کې د باختر خبري اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ننګرهار ولایت د چارواکو له خولې د خلکو غوښتي، چې تورخم ته له سفر څخه دې ډډه وکوړي ځکه چې لاره لا هم تړلې ده.

طالبانو ویلي، چې دا لا څرګنده نه ده، چې دا لار به کله پرانیستل شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د سرحد تړل او د طالبانو په سرحدي ځواکونو باندې ډزې د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر خلاف بللي دي.

فورم \ دبحث خونه