شاته

د پاکستان په پوځي کاروان چاودنه شوې

په پاکستان کې چارواکي وايي د خیبرپښتونخوا د پېښور په ښار کې د دغه هېواد د پوځ په یو کاروان بمي چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه یو سرتېری په کې وژل شوی او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

چاودنه د نیمه پوځيانو د غړو د موټرو په کاروان شوې. په سیمه کې د پولیسو یو مشر محمد عارف خان خبریالانو ته ویلي دي چې شپږ عسکر او دوه ملکیان په زخمیانو کې شامل دي.

د پاکستان پوځ په دغې چاودنې کې د خپل یو سرتېري وژل کېدل تائید کړي او ویلي دي‌ چې په روان کال کې تر دې دمه په بېلا بېلو بریدونو او چاودنو کې د پاکستان ۲۲۰ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان تحریک طالبانو ادعا کړې ده چې دا برید هغوی کړی.

تر دغه برید مخکې د پاکستان پوځ اعلان کړی و چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو سره یې په نښته کې هم یو سرتېری وژل شوی دی.

تېره اوونۍ هم لسګونو وسله والو په چترال کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل چې د مقاماتو په خبره څلور سرتېري او ۱۲ برید کوونکي په کې ووژل شول.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۴۰۰۰ غړي په افغانستان کې دي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه