ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سودان کې په هوايي بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوي- فعالان 

په سودان کې محلي فعالانو نن یکشنبه سپتمبر لسمه (وږي۱۹) وویل چې د پلازمینې خرطوم په جنوب کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. 

10.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

10.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

10.09.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه وایي افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي هیواد بدلیږي: سپینې خبرې

ملګري ملتونه وایي افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي هیواد بدلیږي. د دا ډول مخدراتو د تولید او قاچاق مخنیوی څنګه کیدلی شي؟ دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.09.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

10.09.2023 امریکا غږ

ویتنام ته د بایډن سفر؛ دواړو هیوادونو د اړیکو په ژورولو ټینګار وکړ

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) ویتنام ته خپل لومړی سفر پیل کړ. ښاغلي بایډن وویل چې دواړه هیوادونه د راتلونکو لسیزو لپاره د هند - آرام سمندر د وضعیت د بدلولو فرصت لري.

10.09.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق زیات شوی - د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق زیات شوی. بلخوا پنځمه ورځ ده چې د تورخم بندري لار بنده ده او سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډ‌الر زیان اوړي. او سږکال د کانکور ازموینه کې د یو پلار او دوه زامنو کامیابۍ په اړه راپور د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې کتلای او اوریدلای شئ.

10.09.2023 امریکا غږ

د تورخم دروازه بنده ده او طالبان لدې کبله خوابدي دي - د اتصال د یکشنبې خپرونه

طالبان وايي د تورخم دروازې تړل کېدل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام دی. د تورخم په نښته کې کوم لوری ملامت و؟ آيا په پوله کې د نښتې لاملونه پوځي شخړې دي او که سیاسي حساسیتونه؟ پدې او نورو پوښتنو د اتصال د یکشنبې په پروګرام کې د کابل او پیښور پوهنتون د استادانو سره پرې بحث شوی دی.‌

10.09.2023 امریکا غږ

افغان ورزشکار خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه 

د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمن لوبغاړي نصرت حقپرست د (UFC) د سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل ځواکمن امریکايي سیال مات کړ. 

10.09.2023 امریکا غږ

د جي-۲۰ سرمشریزه پای ته ورسیده؛ هند، برازیل او روسیه یې خپله بریا بولي 

هند کې د جي-۲۰ هېوادونو سرمشریزه د هند د صدراعظم نریندرا مودي په وینا سره د یکشنې په ورځ سپتمبر لسمه (وږي۱۹) پای ته ورسېده او د اوکراین د جګړې او اقلیم د بدلون په اړه ژور اختلافات په کې کم ارززښت وښودل شول. 

10.09.2023 امریکا غږ

د مراکش د مرګونې زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ واوښت

د مراکش مقاماتو نن د سېپټمبر ۱۰ (وږي ۱۹) وویل، چې په دغه هېواد کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۱۲ ته رسېدلی دی.

10.09.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي بدلیږي

د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په یوتازه راپور کې افغانستان کې په چټک او مخ په زیاتیدونکي ډول د متامفتامین د تولید د زیاتیدو اوله دغه هیواد څخه د سیمې هیوادونو ته د قاچاق د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

10.09.2023 امریکا غږ

طالبان:‌ د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب اصولو په خلاف دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان له خوا د پنځه پرله پسې ورځو لپاره د تورخم سرحد تړلو ته غبرګون ښودلی او د تورخم سرحد او په دغه سرحد کې د طالبانو په ځواکونو باندې ډزې یې د ښه ګاونډیوب د اصولو په خلاف بللي دي.

10.09.2023 امریکا غږ

پولیسو په برتانیې کې د زندان څخه په " ترهګرۍ مشکوک" تښتیدلی کس بیرته ونیوه

په برتانیې کې پولیسو شنبه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) یو تن چې شک پرې دی د ترهګرۍ په کړنو کې یې لاس درلود او څلور ورځې وړاندې د زندان څخه تښتیدلی و، بیرته نیولی دی.

10.09.2023 امریکا غږ

د اوکراین د دفاع نوی وزیر: درنو وسلو ته همدا نن اړتیا لرو

د اوکراین نوي ټاکل شوي د دفاع وزیر رستم عمروف شنبه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) د متحدینو څخه پداسې حال کې د نورو درنو وسلو غوښتنه کړې چې د روسي ځواکونو په خلاف د کیف د سختو ځوابي بریدونو عملیات روان دي.

10.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more