شاته

طالبان:‌ د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب اصولو په خلاف دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان له خوا د پنځه پرله پسې ورځو لپاره د تورخم سرحد تړلو ته غبرګون ښودلی او د تورخم سرحد او په دغه سرحد کې د طالبانو په ځواکونو باندې ډزې یې د ښه ګاونډیوب د اصولو پر خلاف بللي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې د ورځې ناوخته سپټمبر نهم (وږي ۱۸) په یوه اعلامیه کې له سیاست څخه د اقتصادي مسایلو په جداوالي باندې ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ټرانزیټ او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حل‌لارې ولټوي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي".

د سپټمبر په شپږم (وږي ۱۵) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحد کې د یوې نښتې وروسته دا سرحدي لار د هرډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه، چې نن د یکشنبې په ورځ سپټمبر لسم ( وږي ۱۹) هم دا لار د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره تړلې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ددغې نښتې په اړه ویلي: "د تورخم دروازه وروسته له هغې د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې پر ترميم چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه، بوخت وو".

د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تورخم لار نن هم د هرډول تګ راتګ پرمخ ټړلې ده.

د ننګرهار ولایت د طالبانو ولایتي چارواکو له خلکو غوښتي، چې د تورخم سرحد ته د تللو څخه دې ډډه وکړي.

تورخم کې د طالبانو کمیسار په دې جګړه کې د یو ملکي وګړي تپي کیدل تائید کړي دي. دمخه په دغه نښته کې دواړو خواو ته د زیاتو ځاني تلفاتو په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د جمعې په ورځ یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د تورخم د سرحد تړل کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ددغه سرحد تړل او یا پرانیستل په پاکستان کې د نورو تروریستي اقداماتو پورې مربوط وګڼل او ویې ویل چې په دې اړه د دواړو خواو ترمنځ خبرې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د څو ورځو دمخه هند ته په لار د افغان سوداګرو په اینځرو بار یوې لارۍ د سوزیدلو پیښې او هم د کراچۍ په بندر کې د حساس لست تر نامه لاندې د افغان سوداګر په سلګونو کانټینرو او موټرو درولو ته هم اشاره شوې او پاکستاني چارواکي یې د ټولو پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو څخه په سرغړونو تورن کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه اقدامات د دوی د اندیښنې او بې باورۍ سبب شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "متأسفانه د ټولو پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو پر خلاف، پاکستانی لوری ډېری وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځ ته کوي او د افغان کرنیزو حاصلاتو او میوو د رسېدو پرمهال په نه توجیه‌ کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوي، بلکې د وروڼو ولسونو او هیوادونو تر منځ فاصلې زیاتوي، او د ټولې سیمې تجارت او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي".

دغې اعلامیه کې ویل شوي، چې د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو برسيره په زیات شمیر مسافر ،میرمني، سپین ږیري، او ماشومان بند پاتې دي، چې په هیڅ ډول د توجېه وړ نه دي.

په دغه اعلامیه د تورخم د لارې تړل نه یوازې افغانستان او پاکستان په زیان ګڼلي، بلکې ویلي دي، چې دا ډول اقدامات په ټوله سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي فعالیتونو ته زیان رسوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هیوادونو ترمنځ شته ستونزو ته دېپلوماتیکو لارو حل لارو په لټولو ټینګار کړی دی.

ددې اعلامیې دمخه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په خپله پاڼه لیکلي و، چې ددغه سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د تورخم سرحد او اړونده موضوعاتو په اړه افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره د جمعې په ورځ کتلي او د سرحد د بندیدو له امله عامو خلکو او سوداګرو ته د رسیدلي زیان په باب یې ورسره خبرې کړي دي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ سپټمبر نهم (وږي ۱۸) د پاکستان او افغانستان سرحد سره نږدې چترال کې د تیرې اونۍ د پاکستان په امنیتي پوستو د تحریک طالبان پاکستان د ډلې بریدونو ته په اشارې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې په اړه یې خپلې اندیښنې طالبانو حکومت سره شریکې کړي دي.

په چترال کې د پاکستان په امنیتي پوستو د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی و.

د پاکستان پوخ په دې برید کې د خپلو څلورو سرتیرو او شاوخوا ۱۲ وسله والو وژل تائید کړي و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چترال په برید کې د خپل حکومت لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه