طالبان: پاکستان سره تورخم د لارې پرانیستلو په سر خبرو لا نتیجه نه ده ورکړې
د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو ولایتي چارواکي وايي، چې د پاکستاني چارواکو سره د تورخم د سرحد پرانیستلو لپاره خبرې تراوسه خبرو نتیجه نه ده ورکړې.
د موساد مشر: چمتو یو د اسرئیل ضد عوامل د تهران په زړه کې په نښه کړو
د اسرائیل د استخباراتي ادارې مشر یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې هیواد یې چمتو دی د تهران په زړه کې هغه د اسرائیل ضد څه باندې لس عوامل وځپي چې په نړۍ کې په یهودي او اسرائیلي اهدافو په نښه کولو کوښښ کوي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د پاکستان یو سرتیری شمالي وزیرستان کې وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی
د پاکستان پوځ یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې یو سرتیری تیره شپه د شمالي وزیرستان د میر علي په ښارګوټي کې د وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی.
د امریکا جمهور رئیس هند کې د چین د صدراعظم سره کتلي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي په هند کې د جي-۲۰ هیوادونو د مشرانو یوې فرعي غونډې کې یې د چین د صدراعظم سره کتلي دي.
مککنزي: له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په 'اړه پښیماني لرم'
د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان فرانک مککنزي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو مسئولیت یې په غاړه لره، ویلي چې له دغه هېواد څخه د وتلو په اړه « ډېره پښیماني» لري.
سودان کې په هوايي بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوي- فعالان
په سودان کې محلي فعالانو نن یکشنبه سپتمبر لسمه (وږي۱۹) وویل چې د پلازمینې خرطوم په جنوب کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ملګري ملتونه وایي افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي هیواد بدلیږي: سپینې خبرې
ملګري ملتونه وایي افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي هیواد بدلیږي. د دا ډول مخدراتو د تولید او قاچاق مخنیوی څنګه کیدلی شي؟ دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
ویتنام ته د بایډن سفر؛ دواړو هیوادونو د اړیکو په ژورولو ټینګار وکړ
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) ویتنام ته خپل لومړی سفر پیل کړ. ښاغلي بایډن وویل چې دواړه هیوادونه د راتلونکو لسیزو لپاره د هند - آرام سمندر د وضعیت د بدلولو فرصت لري.
په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق زیات شوی - د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق زیات شوی. بلخوا پنځمه ورځ ده چې د تورخم بندري لار بنده ده او سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالر زیان اوړي. او سږکال د کانکور ازموینه کې د یو پلار او دوه زامنو کامیابۍ په اړه راپور د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې کتلای او اوریدلای شئ.
د تورخم دروازه بنده ده او طالبان لدې کبله خوابدي دي - د اتصال د یکشنبې خپرونه
طالبان وايي د تورخم دروازې تړل کېدل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام دی. د تورخم په نښته کې کوم لوری ملامت و؟ آيا په پوله کې د نښتې لاملونه پوځي شخړې دي او که سیاسي حساسیتونه؟ پدې او نورو پوښتنو د اتصال د یکشنبې په پروګرام کې د کابل او پیښور پوهنتون د استادانو سره پرې بحث شوی دی.
افغان ورزشکار خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه
د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمن لوبغاړي نصرت حقپرست د (UFC) د سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل ځواکمن امریکايي سیال مات کړ.