شاته

سودان کې په هوايي بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوي- فعالان 

په سودان کې محلي فعالانو نن یکشنبه سپتمبر لسمه (وږي۱۹) وویل چې د پلازمینې خرطوم په جنوب کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د محلي مقاومت کمېټې ویلي دي چې الوتکو د قوره سیمه بمبار کړې ده. دا کمېټه وايي په ځايي وخت تر غرمې وروسته په بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی، تر غرمې مخکې دا شمېر ۳۰ تنه ښودل شوی و.

د بشایر په نوم روغتون له خپلو ټولو طبي کارکوونکو څخه غوښتي چې د زخمیانو درملنې ته ځانونه ورسوي. د پېښې اکثریت زخمیان دې روغتون ته انتقال شوي دي.
په سودان کې د اپریل په میاشت کې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون ملېشه ځواک د مشر محمد حمدان داګالو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.

هڅه کېده چې دا ملېشه ځواک د پوځ لیکو ته جذب شي، چې له کبله یې شخړه پیل شوې ده.

د جګړې له پیل راهېسې د راپورونو په اساس، په سودان کې نژدې ۷۵۰۰ کسان وژل دي. خو ویل کېږي د تلفاتو شمېر زیات دی. دواړو خواوو د خپلو تلفاتو په اړه لا دقیق ارقام خپاره کړي نه دي.

د سودان پوځ هوايي حریم په ولکه کې لري او وخت ناوخت بریدونه کوي. خو ملېشه ځواک بیا په لارو او کوڅو کې حاکمان بلل کېږي.

لویدیځو هېوادونو ملېشه ځواک تورن کړی چې په دارفور کې د توکمپالنې په اساس یې خلک وژلي دي. د جرمونو نړیوالې محکمې د دغه جنګي جرم په اړه تحقیقات پیل کړي.

د سودان پوځ هم د ولسي خلکو په وژلو تورن دی، په تېره بیا د جولاۍ په اتمه نېټه د هغه برید له کبله چې نژدې ۲۴ ولسي خلک په کې ووژل شول.

ملګري ملتونه وايي د سودان د ۴۸ میلیون نفوس نیمايي بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، ۳.۸ میلیون خلک بېځایه شوي او نژدې یو میلیون نور یې نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

فورم \ دبحث خونه