شاته

افغان ورزشکار خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه 

د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمن لوبغاړي نصرت حقپرست د (UFC) د سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل ځواکمن امریکايي سیال مات کړ.

حقپرست خپل دغه بری د مراکش زلزله ځپلو کورنیو او افغانستان ته ډالۍ کړ.

د راپورونو په اساس د مراکش په زلزلې کې تر دې دمه څه باندې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي او تر دې زیات زخمیان دي.

حقپرست له خپل امریکایي سیال لندن کوینونز سره د استرالیا د سډني په ښار کې سیالي وکړه.

هغه د دې سیالۍ له درېیمې مرحلې او بري وروسته وویل: «مراکش زما دویم کور غوندې دی او ما ته یې د یو مراکشي په توګه هرکلی ویلی. کله مې چې د زلزلې خبر واورېده، ټکان مې وخوړ. دا مبارزه د مراکش د زلزلې ټولو قربانیانو او البته خپل اصلي وطن افغانستان ته، چې ۴۰ کاله کېږي له جګړې کړېږي، ډالۍ کوم.»

دا د نصرت حقپرست پنځلسم بری و. ده په رسمي ډول تر دې دمه یوازې پنځه لوبې بایللې دي.

نوموړي به مخکې په خپل سیالیو کې هڅه کوله چې بریدونه ډېر وکړي، خو په دې وروستیو کې د خپلې لوبې دا بڼه یې بدله کړې ده او اوس کوښښ کوي چې د برید دفاع او برید وکړي.

د هغه امریکایي سیال لندن کوینونز اووه لوبې ګټلې او دوې یې بایللې دي.

فورم \ دبحث خونه