شاته

د اوکراین د دفاع نوی وزیر: درنو وسلو ته همدا نن اړتیا لرو

د اوکراین نوي ټاکل شوي د دفاع وزیر رستم عمروف شنبه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) د متحدینو څخه پداسې حال کې د نورو درنو وسلو غوښتنه کړې چې د روسي ځواکونو په خلاف د کیف د سختو ځوابي بریدونو عملیات روان دي.

ښاغلي عمروف د اوکراین د متحدینو څخه د وسلو او نورو مرستو د ورکړې قدرداني کړې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې دې هیواد ته دې نورې درنې وسلې هم ورکړل شي.

هغه ویلي، " مونږ نورو درنو وسلو ته اړتیا لرو، مونږ نن ورته اړتیا لرو او همدا اوس ورته اړتیا لرو".

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د سپټمبر میاشتې په دریمې نیټې ښاغلی عمروف د پخواني دفاع وزیر اولیکسي رزینکوف پر ځای دې مقام ته وټاکه.

رستم عمروف د کرایمیا د تاتار قبیلې غړی دی او د تیر کال راپدیخوا په اوکراین کې د دولتي جایداد د وجهي صندوق مشر و.

د دفاع وزیر تر څنګ د اوکراین جمهور رئیس هم تیره ورځ خبرداری ورکړی چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والي د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

اوکراین د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې وروسته تر هغه چې د غربي هیوادونو څخه یې ځینې وسلې تر لاسه کړلې، د روسي ځواکونو څخه د هیواد د یو شمیر برخو بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل خو دا چې د کیف ځواکونه د روسیې د ځواکونو د قوي سنګرونو سره مخ دي، تر اوسه یې په جګړې کې ډیر پرمختګ ندی کړی.

سره لدې لویدیځو هیوادونو ویلي چې د اوکراین د ځوابي برید عملیات په بریالۍ روان دي خو جمهور رئیس زیلینسکي خبرداری ورکړی هر څومره چې د وسلو ورکړه ځنډیږي، هماغومره ډیر خلک زیانمنیږي.

هغه زیاته کړه، "ټولې پروسې چې بندیزونه او د وسلو برابرول پکې شامل دي، پیچلې او ورو شویدي".

د اوکراین د دفاع نوی وزیر پداسې وخت کې د متحدینو څخه د نورو درنو وسلو غوښتنه کوي چې کیف وایي د اټکل له مخې د دې هیواد په ختیځو او جنوبي سیمو کې چې کنټرول یې د روسیې په لاس کې دی، څه باندې ۴۰۰ زره روسي سرتیري پکې ځای پر ځای شویدي.

د اوکراین د استخباراتو ادارې مرستیال د شنبې په ورځ په پایتخت کیف کې په یو کنفرانس کې وویل ، "د روسیې فدارسیون د کرایمیا په ګډون زمونږ په خاورې کې چې کنټرول یې په موقتي توګه د هغوي سره دی، څه باندې ۴۲۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړیدي".

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین یرغل وکړ خو د کیف ځواکونو د همدې روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل چې روسي ځواکونو په دې تیرو دوو کالونو کې نیولي دي.

د ناټو عمومي منشي هم تیره اوونۍ ویلي و چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو ته وویل: "اوکرایني ځواکونه ورو ورو مخ په وړاندې ځي. دا پرمختګ زموږ د ملاتړ اهمیت او ددغه ‌ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره زموږ وړتیا او لیوالتیا څرګندوي. "

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د برید پر مهال، روسیې د نړۍ دویم پیاوړی پوځ درلود، خو د نوموړي په وینا، "اوس د روسیې پوځ په اوکراین کې دویم پیاوړی پوځ دی."

فورم \ دبحث خونه