شاته

ملګري ملتونه: افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي بدلیږي

د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په یوتازه راپور کې په افغانستان کې په چټک او مخ په زیاتیدونکي ډول د متامفتامین د تولید د زیاتیدو او له دغه هیواد څخه د سیمې هیوادونو ته د قاچاق د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د یکشنبې په ورځ سپټمبر لسم (وږي ۱۹) په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان او ددغه هیواد په نږدې ګاونډیو هیوادونو کې د متامفتامین قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.

همداشان په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې په کال کې د نشه يي توکو کشف او ضبط په وروستیو پنځه کلنو کې د ۲.۵ ټنو څخه ۲۹.۷ ټنو ته زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې موندنې ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې په نشه يي توکو د بندیز وروسته هم د هروئینو قاچاق په ټیټه بیه دوام موندلی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په درییمه (حمل ۱۴) د یو فرمان په ترڅ کې افغانستان کې د کوکنارو کښت، نشه يي توکو استعمال، انتقال، خرڅلاو، تولید او کاروبار په بشپړ ډول منع کړ.

هغه په دغه فرمان کې خبرداری ورکړی، چې سرغړونکو سره به د شریعت پر اساس چلند څخه کار واخیستل شي او د هغوی فصلونه به له منځه یوړل شي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د متامفتامین قاچاق د طالبانو د مشر له خوا د نشه یي توکو د منع کولو د فرمان وروسته ډیر زیات شوی دی، چې په چټک ډول د نشه يي توکو د تولید د پراختیا او د دغو توکو د غیر قانوني بازارونو د بڼې احتمالي بدلون ښيي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د افغانستان د دفتر مشرې میرمن غاده ولي ویلي: "افغانستان او سیمه کې د متامفتامین د قاچاق زیاتوالی د غیر قانوني نشه يي توکو په بازار کې د پام وړ بدلون نښه ده، چې په عاجل ډول زمونږ پاملرنې ته اړتیا لري. سیمه ییزه همغږي د انحراف په هدف او په نشه يي توکو کې د کارونکو کیمیاوي توکو قاچاق د افغانستان په دننه او شاوخوا کې د متامفتامین د غیرقانوني تولید د پراختیا د مخنیوي لپاره ضروري دی".

میرمن غاده ولي ټینګار کړی، چې د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) دا نوی راپور نړیوالې ټولنې ته د مصنوعي نشه يي توکو د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په وړاندې د مبارزې په برخه کې ډیر زیات مهم معلومات لري.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د مشکوکو متامفتامینو، چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي کشف اوضبط لیریو سیمو لکه اروپايي ټولنې،منځني ختیځ، نږدې ختیځ، جنوبي او ختیخه اسیا اوختیځې افریقا کې یې خبر ورکړل شوی دی.

دا راپور، چې "په افغانستان کې دغیرقانوني متامفتامینو تولید درک کول" نوم ورکړل شوی د مختلفو نشه يي موادو څخه د دغو توکو د استفادې او تولید لپاره تحلیل او ارزول شوي دي.

د دغو ارزونو له مخې په افغانستان کې د مشکوکو متامفتامینو د تولید لپاره اکثره د یو بوټي څخه، چې "افدرا" نومیږي زیات تمرکز کیږي. دا بوټی په پراخه کچه په سیمه کې وده کوي "افدرین" لرونکي دي، چې کولی شي ددغو درملو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.

"افدرا" یو داسې بوټی دی، چې په خپل سر راټوکیږي او د افغانستان په غرنیو سیمو کې په اسانۍ موندل کیدلی شي.

ددغې ادارې د وینا له مخې که څه هم په لنډه موده کې ددغه بوټي څخه کار اخیستل ازرانه تمامیږي، خو په زیاته اندازه دغه بوټي ته د اړتیا امکانات ډاډمن نه دي، چې په افغانستان کې په چټک او مخ په ودې ډول د متامفتامین سوداګري د "افدرا" بوټي پورې تړلې وي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په دغه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د معمولي زکام درمل او صنعتي کیمیاوي توکي د متامفتامین د تولید لپاره د استعمال وړ او اقتصادي دي چې د همدې له امله دا یو لوی ګواښ ګڼل کیږي.

په دې راپور کې ویل شوي: "دا ډول کیمیاوي توکي په قانوني توګه په ډیره زیاته کچه په سیمه کې تولید او اخیستل او پلورل کیږي او کولی شي، چې د متامفتامین تولید کوونکي ورته لاس رسی ولري".

په دغه راپور کې ویل شوي، چې جنوب لویدیځه اسیا د متامفتامین د خرڅلاو عمده بازارونو ته ددغه موادو په انتقال کې رول لري، په داسې حال کې، چې جنوب ختیځه اروپا د لویدیځې او مرکزي اروپا اصلي بازارونو ته د هیروئینو په قاچاق کې عمده ونډه لري.

طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو د طالبانو سیمه ییزو امنیتي چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې د اومان په نوم د بوټي په لویه کچه د زیرمو د ضبطولو خبرونه ورکړي دي.

داسې اټکل کیږي، چې د اومان د بوټي څخه د نشه يي توکو په ځانګړي ډول د کرسټال په تولید کې کار اخیستل کیږي. دا بوتی په طبیعي ډول په خپلسر د افغانستان په یو شمیر سیمو کې وده کوي.

طالبان په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله او د اپینو کاروبار بندیدل د خپل حکومت د تیرو دوو کلنو په عمده لاس ته راوړونو کې حسابوي.

فورم \ دبحث خونه