شاته

عراق کې د سویډن په سفارت د برید په تړاو ۱۸ عراقي پولیس په بند محکوم شول

په عراق کې محکمې سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د پولیسو ۱۸ افسرانو ته د بند سزاګانې ورکړلې ځکه هغوي پدې کې پاتې راغلي و چې د بغداد په ښار کې د سیویډن په سفارت د برید کولو مخه ونیسي.

د مقتدا صدر پلویانو چې په عراق کې د شعیه ګانو قوي مشر دی د جولای د میاشتې په ۲۰ مې کې د سویډن په سفارت وروسته تر هغه برید وکړ او اور یې ورته واچاوه چې د سټاکهولم په ښار کې د قرانکریم یوې نسخې ته اور واچاوه.

د محکمې په یوې حکم کې چې د فرانس پریس خبري اژانس تر لاسه کړی ویل شوي چې په بغداد کې د کورني امنیت ځواکونو محکمې د پولیسو دا ۱۸ افسران مجرم وبلل ځکه هغوي په سفارت د مظاهره چیانو د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي و.
د محکمې د حکم له مخې اتو پولیسو ته درې کاله د بند سزا ورکړل شوې، اوو نورو ته یې دوه کاله او درې میاشتې او دریو نورو ته یې تر اتلسو میاشتو پورې د بند سزا ورکړل شوې.
د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي د معلوماتو له مخې چې د محکمې پدې غونډې کې یې برخه اخیستې وه، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې یو شمیر پولیسو په دایمي توګه په پولیسو کې د کار کولو څخه منع شویدي.

د پولیسو دا افسران چې د دیپلوماتیک خوندیتوب ځواکونو غړي دي، کولی شي چې د محکمې د دې حکم په خلاف د استیناف غوښتنه وکړي.

په عراق کې مظاهره چیانو وروسته له هغه په بغداد کې د سویډن پر سفارت باندې د شپې له خوا برید وکړ او ویې سوځاوه چې دغه هیواد ته خبرداری ورکړ چې که په سټاکهولم کې د قرآن د سوځولو مظاهرې ته اجازه ورکړل شي، دپلوماتیکي اړیکې به ورسره پرې کړي.

د جون په ۲۸مه په سویډن کې میشت عراقي مهاجر سلوان مومیکا هم د سټاکهولم له جومات بهر د قرآن کریم پاڼې سوځولې وې، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یې د قهر او غصې څپې راوپارولې.

د همدې پیښې څخه وروسته عراق د سویډن سفیر هم وشاړه.

په سویډن او نورو اروپایي هیوادونو کې دمخه هم د ښي اړخو او نورو فعالینو لاریونونه شوي چې د بیان د آزادۍ ساتنه په ډاګه کوي، په کومو مظاهرو کې چې مذهبي سمبولونو یا کتابونو ته سپکاوي پراخ اعتراضونه پارولي او دپلوماتیک کړکیچ ته یې لمن وهلې ده.

فورم \ دبحث خونه