د ترهګرو له لست څخه د کیوبا د اېستلو هڅه؛ واشنګټن او هاوانا خبرې کړې
دپلوماتان وايي چې د کیوبا یو لوړ پوړي پلاوي په واشنګتن ډي سي کې له امریکايي چارواکو سره په نادر ډول ملاقات کړی، خو د ترهګرو له لست څخه د کیوبا د نوم د لېرې کولو په اړه کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.
پاکستان د اسیا کپ کرکټ له سیالیو څخه بهر شو
د اسیا کپ د کرکټ په ۵۰ اوریزو سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۴مه)، د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د دو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سعودي عربستان خپل دوه پوځيان د 'خیانت' په تور اعدام کړل
د سعودي عربستان د دفاع وزارت، نن پنجشنبې د سپټمبر ۱۴(وږي۲۳مه) ددغه هېواد دوه پوځیان چې په «خیانت» او نورو جرمونو تورن وو، اعدام کړل.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
تیرو دوو کلونو کې د طالبانو او چین اړیکې - سپینې خبرې
د سپینې خبرې په دغه یو ساعته خپرونه کې د طالبانو او چین پر اړیکو بحث شوی او دا خبره څېړل شوې چې په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، افغانستان ته د نورو هېوادونو سفیران د کومو اصولو له مخې معرفي کیږي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست: افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي نه دي
په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر۱۳ (وږي۲۲مه) ادعا وکړه چې د طالبانو په حکومت کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي نه دي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
طالبانو ته د چین د نوي سفیر د باور لیک سپارلو ته غبرګونونه - اشنا خبري خپرونه
طالبانو ته د افغانستان دپاره د چین د نوي سفیر د باور لیک سپارلو ته غبرګونونه، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، په لیبیا کې د ویجاړوونکي سیلاب د اوښتو ځاني او مالي زیانونو وروستی حال او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د اشنا تلویزیون په دې خبري ټولګه کې شامل دي.
مسکو دوه امریکايي دپلوماتان له روسیې شړي
د روسیې د بهرنی چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي۲۳مه) وویل، چې په مسکو کې د امریکا سفارت دوه امریکايي ډپلوماټان له یو روسي تبعه سره کوم چې د یوه بهرني هېواد سره په همکارۍ تورن دي، د همکارۍ په تور له دغه هېواد څخه وباسي.
افغانستان کې روان وضعیت او د امریکا دریځ - اتصال
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس ویست وایې طالبان نه، خو داعش او پاکستاني طالبان د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دي. د اتصال په دې خپرونه کې د افغانستان او طالبانو په اړه د امریکا د تګلارې ارزونه شوې ده. د طالبانو په حاکمیت کې د ټولنیزو رسنیو نقش هم څېړل شوی دی.
ایران په تېر یو کال کې ۶۹۷ کسان اعدام کړي - راپور
د ایران د بشری حقوقو سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت قضائیه قوې په دغه هېواد کې د پراخو مظاهرو د لړې له پیل راهیسې بیا د ۱۴۰۱هجري شمسي کال د وږي تر میاشتې پوري "لږ تر لږه ۶۹۷" کسان اعدام کړي دي.
پاکستان: د داعش هغه قومندان مو وواژه چې یو شمېر خونړیو بریدونو کې دخیل و
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پولیس وایي چې د بلوجستان په ایالت کې یې د «غلام الدین شاهواني» په نوم د داعش یو مهم قومندان، چې په «الیاس شعیب» هم پېژندل کېږي، وژلی دی.
امریکا د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت په جنوبيکوریا باندې جټ الوتکي پلوري
په داسې حال کې چې له شمالي کوریا سره روابط خراب شوي دي، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) په جنوبي کوریا باندې د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو، چې په فضا کې د ځان د غایب کېدو ظرفیت لري، پلورل تائید کړل.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.