شاته

امریکا د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت په جنوبي‌کوریا باندې جټ الوتکي پلوري

په داسې حال کې چې له شمالي کوریا سره روابط خراب شوي دي، متحدو ایالتونو حکومت د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) په جنوبي کوریا باندې د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو، چې په فضا کې د ځان د غایب کولو ظرفیت لري، پلورل‌ تائید کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته معلومات ورکړي دي، چې په جنوبي کوریا باندې یې د ۲۵ اف-۳۵ جنګي الوتکو، انجینونو او تجهیزاتو خرڅولو ته یې شین څراغ ښودلی دی [موافقه کړې]. د «لاکهیډ مارټن» شرکت دا الوتکې جوړې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي‌ چې دا کار به په «سیمه کې د یرغل د مخنیوي لپاره د باور وړ دفاعي ظرفیتونو په برابرولو او له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ په تضمین کولو سره د کوریا جمهوریت وړتیا لوړوي‌ چې اوس او اینده کې د ګواښونو مخه» ونیسي.

اعلامیه زیاتوي: «د تجهیزاتو او ملاتړ دا وړاندیز به په سیمه کې اساسي‌ پوځي توازن بدل نکړي.»

جنوبي کوریا له ۲۰۱۸ کال څخه راهېسې اف-۳۵ جټ الوتکې چلوي. متحده ایالتونه یوازې خپلو نژدیو ملګرو ته د دغو الوتکو اخیستل تائیدوي.

دا معامله داسې وخت کېږي،‌ چې له شمالي‌ کوریا سره روابط کړکیچن شوي دي، دغه هېواد تازه یو میزایل ازمایلی دی او مشر یې کیم جونګ اون روسیې ته تللی چې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د وسلو د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

متحدو ایالتونو له جاپان او جنوبي کوریا سره په دې وروستیو کې خپله همکاري زیاته کړې ده، په دغو دواړو هېوادونو کې امریکايي ځواکونه دیره دي.

تېره میاشت واشنګټن ته نژدې په کمپ ډیویډ کې په یوې سرمشریزې کې ولسمشر جوبایډن، د جنوبي کوریا ولسمشر یوون سوک او د جاپان صدراعظم فیومیو کېشېدا ژمنه وکړه چې د شمالي‌ کوریا او نورو ګواښونو په اړه به ګډ او نژدې کار کوي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه