شاته

مسکو دوه امریکايي دپلوماتان له روسیې شړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي۲۳مه) وویل، چې دوه امریکايي دپلوماتان له یو روسي تبعه سره چې د یو بهرني هېواد سره په همکارۍ تورن دی، له دغه هېواد څخه باسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په مسکو کې یې د امریکا سفیره، لین ټریسي احضار کړې او ورته یې ویلي چې دغه سفارت لومړی سکرټر جیفري سیلین او د سفارت دویم سکرټر، ډیویډ برنسټاین باید په اوو ورځو کې له روسیې څخه ووځي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: "دغو دوو امریکايي دپلوماتانو د رابرټ شونوف په نوم له يوه روسي تبعه سره چې له يو بهرني هېواد سره د پټې همکارۍ په تور تورن دی، غير قانوني فعاليتونه ترسره کول."

رابرټ شونوف د روسیې په ختیځ ښار ولادی وسټوک کې د امریکا په قونسلګرۍ کې نږدې دوه نیمې لسیزې کار کړی دی. نوموړی وروسته له هغه ددې دندې څخه په کور کیناستی،‌ چې روسیې په ۲۰۲۱م کال کې خپل اتباع د امریکا د متحدو ایالتونو په ماموریتونو کې د کار کولو څخه منع کړل.‌

نوموړی د روان کال په مې میاشت کې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې له خوا د اوکراین د جګړې او واشنګټن ته د نورو چارو په اړه د معلوماتو د راټولولو په تور ونیول شو.

وروسته له هغه چې د روسیې دولتي رسنیو د اګست په میاشت کې د هغه د نیول کیدو خبر ورکړ، متحدو ایالتونو، مسکو تورن کړ چې هڅه کوي د امریکايي ماموریتونو سیمه ایز کارکونکي ویروي او ځوروي.

د روسیې رسمي خبري اژانس تاس، د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې په حواله ویلي، چې رابرټ شونوف په مسکو کې د امریکا د سفارت کارکوونکو ته د ۲۰۲۴ میلادي کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د روسیې له خوا د جبري جلب او جذب په اړه او دا چې څنګه دغه بهیر په دغه هېواد کې د سیاسي نارضایتۍ لامل شوې، معلومات ورکړي دي.

تر دې مخکې هم د روسیې د امنیت فدرالي ادارې ویلي و چې د امریکا د سفارت له هغو کارکوونکو چې له شونوف سره یې اړیکه درلوده، پوښتنې ګروېږنې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې ورځې په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي، چې رابرټ شونوف ته د هغو دندو د ترسره کولو لپاره پیسې ورکړل شوې چې هدف یې د روسیې ملي امنیت ته زیان رسول دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د دې هېواد په کورنیو چارو کې د امریکا د سفارت د هر ډول لاسوهنې مخه به ونیول شي.

فورم \ دبحث خونه