شاته

پاکستان د اسیا کپ کرکټ له سیالیو څخه بهر شو

د اسیا کپ د کرکټ په ۵۰ اوریزو سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۴مه)، د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د دو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د اسیا کپ کرکټ سیالۍ څو ورځې مخکې د پاکستان او سري لانکا په کوربتوب پيل شوې وې.

د پاکستان لوبډلمشر، بابر اعظم د پچې له ګټلو سره لومړی د بیټینګ یا توپ وهلو پرېکړه وکړه. د سري لانکا په کولمبو کې د باران له کبله لوبه د ۵۰ اورونو په ځای ۴۲ اورونو ته کمه شوه.

د پاکستان د کپتان بابر اعظم په ګډون ځینې مهم لوبغاړي ژر وسوځېدل، خو د محمد رضوان د ۸۶، عبدالله شفق د ۵۲ او افتخار احمد د ۴۰ منډو په واسطه یې سري‌لانکا ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.

سري لانکا دا هدف په وروستي توپ پوره کړ او لوبه یې وګټله. په وروستي توپ دوې منډې ګټې ته او پاتې وې، د سري‌ لانکا لوبغاړي چاریت اسلانکا د بري‌شاټ وواهه او دوې منډې یې وکړې.

د سري لانکا کوسال منډیس ۹۱ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهم رول ولوبوه. ده ته د لوبې د غوره لوبغاړي‌ جایزه هم ورکړل شوه.

دا د اسیا کپ په سیالیو کې د پاکستان دویمه ماتې وه. د سه شنبې په ورځ هند هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه. اوس به د یکشنبې په ورځ سري لانکا د اسیا کپ په پایلوبې کې له هند سره لوبه کوي.

د اسیا کپ د کرکټ سیالیو اصلي کوربه پاکستان و، خو هند پاکستان ته له ورتګ څخه ډډه وکړه او بالاخره د اسیا کرکټ شورا پرېکړه وکړه چې د هند لوبې به په سري لانکا کې کېږي، په همدې اساس سري لانکا هم د دغو سیالیو کوربنه شوه.

دا سیالۍ له تېرې یوې اوونۍ راهېسې پیل شوې. افغانستان او نیپال په ګروپي لوبو کې خپلې دواړه لوبې وبایللې او له سیالیو څخه ووتل. هند، پاکستان، سري لانکا او بنګله دېش د څلورو غوره لوبډلو مرحلې ته لاره وکړه.

د جمعې په ورځ د هند او بنګله دېش ترمنځ لوبه ده، چې بایلل او ګټل یې پایلوبې ته د هند په ورتګ او نه ورتګ باندې اغیز نکوي.

سري لانکا تېرځل هم د اسیا کپ اتلولي ګټلې وه.

فورم \ دبحث خونه