شاته

پاکستان: د داعش هغه قومندان مو وواژه چې یو شمېر خونړیو بریدونو کې دخیل و

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پولیس وایي چې د بلوجستان په ایالت کې یې د «غلام الدین شاهواني» په نوم د داعش یو مهم قومندان، چې په «الیاس شعیب» هم پېژندل کېږي، وژلی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) په اعلامیې کې ویل شوي دي چې پولیسو د معلوماتو په اساس د دغه قومندان په کور چاپه ووهله او له هغه یې وغوښته چې تسلیم شي، خو هغه د تېښتې هڅه وکړه، په پولیسو یې ډزې وکړې چې بیا د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

په اعلامیې کې ادعا شوې ده چې دغه کس په بلوچستان کې د داعش یو مهم قومندان و، چې په ۲۰۱۵ کال کې له دغې ډلې سره یو ځای شوی و. وایي ده د پاکستان د تحریک طالبانو په لیکو کې روزنه کړې وه.

د پاکستان پولیس وايي چې «غلام الدین شاهواني» په پاکستان کې په یو لړ خونړیو ځانمرګو بریدونو کې هم دخېل وو چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

اعلامیه وایي، چې ده هغه ځانمرګی برید هم پلان کړی و چې په ۲۰۱۶ کال کې د اګست په میاشت کې په بلوچستان کې په وکیلانو باندې وشو او شاوخوا ۷۰ تنه په کې ووژل شول. همدغه راز د اعلامیې په اساس، د ۲۰۱۷ د اګست په میاشت کې د جمعیت علما اسلام په یو مشر باندې شوی ځانمرګی برید هم ده ترتیب کړی، چې د مقاماتو په وینا شاوخوا ۲۶ کسان په کې ووژل شول.

د امریکا غږ د ډیوې څانګې د راپور په اساس، دی همدغه راز د بلوچستان په ایالت کې د یو شمېر هزاره کارېګرو په وژلو او نورو خونړیو پېښو کې په لاس لرلو هم تورن پېژندل شوی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي دي چې په تېرو څو ورځو کې یې شاوخوا ۱۲ وسله وال وژلي دي. پاکستان داسې مهال د داعش د یو قومندان د وژلو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي او د یو مشېر مسئولیت یې د داعش ډلې منلی دی. د نورو بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون غوښتونکو په خپله غاړه اخیستی دی.

د داعش ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، هلته هم یو شمېر خونړي بریدونه کړي دي. دوی د هزاره افغانانو ځینې تعلیمي مرکزونه او خانقاوې هم په نښه کړې چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه