ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

14.08.2023 امریکا غږ

ایران د شاه چراغ پر زیارت د برید په تړاو اته بهرني اتباع نیولي

د ایران امنیتي ځواکونو د شاه چراغ پر زیارت د وروستي برید او په دې پېښه کې د یو کس د وژل کېدو په شک، اته بهرني اتباع نیولي دي. د ایران دولتي آژانس (ایرنا) د دوشنبې په ورځ د اګست ۱۴مه (زمري۲۳مه) ددې خبر پخلی کړی،‌ خو د دغو بهرنیو اتباعو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. بلخوا د ایران د قضایه قوې خپرندویه ادارې  (میزان خبري آژانس) ویلي، برید کوونکی چې دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی، رحمت الله نوروزوف نومیږي او د تاجیکستان تبعه دی. د ایرنا د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ په شیراز کې د شاه چراغ په زیارت کې د ډزو له امله اته تنه ټپیان شول او د روغتیایی چارواکو په وینا د یوه ټپي حالت نازک دی . تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د فارس والي، محمد هادي ایمانیه د دغه برید پړه د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر غاړه اچولې ده. ایمانیه د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي چې بریدګر غوښتل د هغو دوو ترهګرو غچ واخلي، چې تېر کال یې د شاه چراغ پر زیارت ورته برید یې کړی و. د ایران حکومت د روان کال د جولای په اتمه (چنګاښ ۱۷مه) د تېر کال د شاه چراغ پر زیارت د وسله وال برید په تور په عام محضر کې اعدام کړل. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي وو. په ورته وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد دولتي تلویزیون ته د یکشنبې د برید د ځای څخه د کتنې پر مهال وویل، چې ترهګر په ایران کې له یوې فعالې شبکې سره همغږۍ لرله. د شاه چراغ زیارت چې د شیعه ګانو د اتم امام (امام رضا) د ورور، احمد زیارت دی، د ایران په سویل کې یو له سپیڅلو مذهبي ځایونو څخه شمیرل کیږي.

14.08.2023 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې به د خوست سپین جومات ته څېرمه په یوه هوټل کې د چاودنې جزئیات درسره شریک کړو. رپوټونه ښیي چې په وژل شویو کې وزیرستاني کډوال شامل دي. په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو د رپوټ مهم ټکې هم درسره شریکوو چې ویل کېږي پر خلکو، په ځانګړي ډول پرښځو او نجونو محدودیتونو شدت نیولیاو په آخر کې به روغتیا ته د قدم وهلوپر ګټو هم رڼا واچوو.

14.08.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.08.2023 امریکا غږ

هند کې سختو بارانونو او سیلاب شاوخوا ۵۰ کسان مړه کړي

په هند کې د سختو بارانونو په پایله کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله نږدې ۵۰ کسان مړه شوي دي.

14.08.2023 امریکا غږ

په خوست کې هوايي برید یا چاودنه؟ طالبانو د دریو تنو د وژل کیدو پخلی کړی

د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان په خوست ولايت كې د یوې چاودنې خبر وركړى او ويلي يې دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

14.08.2023 امریکا غږ

معترضې ښځې: د طالبانو پر وړاندې به مبارزې ته تر هغه ادامه ورکړو چې‌ ټول حقوق او ازادۍ مو تامین شوي نه وي

د اګست د پنځلسمې په درشل کې چې پر افغانستان د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ سره برابره ده، د افغانستان د معرضو ښځو د خوځښتونو یو شمېر غړو د پلازمینې کابل په ګډون په څو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه وکړل.‌

14.08.2023 امریکا غږ

انوارالحق کاکړ د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه

په پاکستان کې یو لږ پېژندل شوي سناتور انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري ۲۳) د دغه هېواد د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه. نوموړی دنده لري چې په پاکستان کې راتلونکې عمومي ټاکنې وڅاري.

14.08.2023 امریکا غږ

طالبانو کندهار کې درې سیمه ییز خبریالان نیولي دي

په داسې حال کې، چې طالبانو سیمه ییزو چارواکو د هلمند ولایت کې رسنیو ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو خپرونو کې د ښځو غږونه خپاره نکړي، په کندهار کې سیمه ییزو چارواکو درې خبریالان نیولي دي.

14.08.2023 امریکا غږ

طالبانو تائید کړه چې د ایران یوې تخنیکي ډلې د هلمند سیند اوبه کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه اګست ۱۳ (زمري۲۲) په یوې اعلامیې کې تائید کړله چې د ایران یو تخنیکي ټیم د روانې زمري میاشتې په ۱۸ مې د دهراود سیند د اوبو اندازه کولو دستګاه کتلي ده.

14.08.2023 امریکا غږ

د نایجر نظامي حکومت مذاکراتو ته چمتوالی وښود

د نایجریا د اسلامي علماوو یو هیت چې تیره ورځ نایجر ته د منځګړتوب لپاره تللی و او د دې هیواد د نطامي کودتاچیانو سره یې کتلي، وایي چې د نظامي حکومت مشران د لویدیځې افریقا هیوادونو د اقتصادي ټولنې (ایکواس) سره خبرو اترو ته چمتو دي.

14.08.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

14.08.2023 امریکا غږ

سوداګریزو کښتیو ته د امریکا خبرداری: د هرمز تنګي کې د ایران اوبو ته نږدې مه ورځئ

د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو قطعه چې په خلیج کې دیره ده، سوداګریزو کښتیو ته یې یکشنبه اګست ۱۳ (زمري۲۲) خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي څخه د تیریدو پر وخت دې د ایران برخې اوبو ته نږدې نه ورځي تر څو د نیول کیدو څخه بچې شي.

14.08.2023 امریکا غږ

د ایران په یو زیارت کې په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په شیراز ښار کې د شاه چراغ په زیارت کې په ډزو کې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

13.08.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

13.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more