شاته

ایران په تېر یو کال کې ۶۹۷ کسان اعدام کړي - راپور

د ایران د بشري حقونو سازمان په یو تازه راپور کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت قضائیه قوې په دغه هېواد کې د پراخو مظاهرو د لړۍ له پیل راهیسې د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د وږي تر میاشتې پوري "لږ تر لږه ۶۹۷" کسان اعدام کړي دي.

دغه سازمان وايي، په تېر یو کال کې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو "د اعدام له سزا څخه په بې ساري توګه په ټولنې کې د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره کار اخیستی دی."

هغه اووه تنه چې تېر کال په ایران کې اعدام شول، هغه مظاهره کوونکي وو چې په دغه هیواد کې د ‌پراخو مظاهرو په لړ کې نیول شوي او بیا په هغو محکمو کې محاکمه شول، چې د بشري حقونو سازمانونو د تش په نامه محکمې بللې دي.

په ایران کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې وروسته له هغه پیل شول چې یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مهسا امیني د ایران د 'ګشت ارشاد پولیسو' له خوا د مناسب حجاب د نه اغوستلو له امله ونیول شوه او بیا د اخلاقي امنیت پولیسو حوزې ته یوړل شوه. نوموړې څو ساعته وروسته، د امبولانس په واسطه روغتون ته په ډیر نازک روغتیايي حالت کې یوړل شوه،‌ چیرې چې درې ورځې وروسته یې د مړینې خبر خپور شو.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکزي دفتر یې په ناروې کې دی وايي، په تېر یو کال کې د اعدام شویو کسانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله، ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر۱۳مه) د مسها امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې ویلي دي:" تیر کال د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو د هرهغه مقاومت د ځپلو لپاره چې د هغوی واکمني یې له ننګونې سره مخامخ کړی دی، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ګڼ شمېر جنایتونه له هغه ډلې، سلګونه وژنې، د اوو مظاهره کوونکو خپلسرې اعدامول، په غیرقانوني توګه د لسګونه زره کسانو نیول، پراخه شکنجې، په بندیانو جنسي تیری، د قربانیانو د کورنیو پراخه ځورونه او د جبري حجاب سره د مخالفت کوونکو ښځو پر وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړي دي. "

تېر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼ شمېر ایرانیانو د اعدام له سزا سره د مخالفت څرګندولو لپاره مظاهرې وکړې.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په سږني دوبي کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا ته په خپل وروستي رپوټ کې په ایران کښې د بشري حقونو د وضعیت په هکله د اعدامونو د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې، د ۵۸۲ ایرانیانو اعدام د تېر کال په پرتله چې ۳۳۳ کسان وو، د اعدام شویو سزاګانو په شمېر کې ۷۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه، د مهسا امیني له مړینې وروسته، د ایران حکومت د پراخو مظاهرو شاهد و.

د ایران حکومت هغه مظاهرې او لاریونونو ته د "بلوا" نوم ورکړ او سخت یې وځپل. دا مظاهرې او لاریونونه د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته یو له هغو سترو ننګونو څخه وو چې ایران رهبرۍ ورسره مخامخ شو.

فورم \ دبحث خونه