شاته

د استازو مجلس مشر د بایډن استیضاح کیدو لپاره د پلټنو اعلان وکړ

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د جمهور رئیس جو بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو اعلان وکړ چې معلومه کړي آیا هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د خپل زوی هنټر بایډن د کاروبار څخه ګټه اخیستې که نه.

ښاغلي مک کارتي د دې پلټنو پیل کیدو په هکله خبریالانو ته وویل چې دا ډول "ادعاوې د فساد کلتور څرګندوي".

د استازو مجلس مشر په خبري کنفرانس کې وویل، " مونږ ته معلومه شوې چې جمهور رئیس بایډن د امریکا ولس ته د خپلې کورنۍ د بهرنیو معاملو په هکله درواغ ویلي. عینی شاهدانو شاهدي ورکړې چې جمهور رئیس څو ځله په ټیلیفوني خبرو کې برخه اخیستې وه، ملاقاتونه یې کړي او د ماښام ډوډۍ یې خوړلې".

مک کارتي همدرانګه وویل چې د همدې کړنو له کبله د جمهور رئیس بایډن زوی او د کاروبار ملګریو ته یې میلونونه ډالر ګټه رسیدلې او قیمتي موټر یې تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه، " مونږ ته د بانکي اسنادو څخه څرګنده شوې چې د بیلا بیلو شرکتونو څخه د بایډن کورنۍ غړیو او ملګرو ته نږدې شل ملیونه ډالر ورکړل شويدي".

دې تر ټولو جګپوړي جمهوري غوښتونکي پخپلو خبرو کې همدارنګه ادعا وکړله چې جمهور رئیس جو بایډن د دې اړیکو همغږۍ کولو لپاره د خپل رسمي دفتر څخه کار اخیستی.

خو د استازو مجلس اکثریت کمیټو تر اوسه داسې کوم شواهد ندي پیدا کړي چې د ښاغلي مک کارتي د دې ادعاوو ملاتړ وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایان سامز د دې تحقیقاتو په هکله په ټویټر کې لیکلي چې د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي د ۹ میاشتو راپدیخوا د جمهور رئیس په هکله پلټنې کوي خو تر اوسه یې د ناسمو کړنو په هکله هیڅ ډول شواهد ندي ورکړي.

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر سناتور چک شومر هم تیره اوونۍ ویلي چې دا پلټنې "نا معقولې" دي.

د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي خو د دیموکراتانو څخه یوازې پنځه څوکۍ ډیرې لري. پدې مجلس کې ډیری جمهوري غوښتونکو د بایډن استیضاح کیدو د پلټنو سره اندیښنه ښودلې په ځانګړې توګه داسې وخت کې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي هڅه کوي چې د ولسمشر جو بایډن د زوی، هنټر بایډن، په اړه پلټنو ته زور ورکړي ترڅو قضیه یې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قضیې سره، چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلولو په هڅې تورن دی، یو ډول وښيي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو ګواښ کړی چې ولسمشر بایډن به د خپل زوی د سوداګرۍ په بهرنیو معاملو کې د ښکېلتیا د هغو تورونو پر اساس چې لا تائید شوي ندي، استیضاح کړي.

بایډن په وروستیو کې په امریکا کې د انفلاسیون په اړه د خبرو پر مهال د جمهوري غوښتونکو دا ګواښ بابېزه وګڼه. بایډن وویل: "ښايي دوی پرېکړه کړې وي چې د انفلاسیون د کمولو له امله مې استیضاح کړي. زه نه پوهېږم خو راته په زړه پورې ده."

خو د هنټر بایډن د کاروبار یو پخواني شریک تیره میاشت کانګرس ته وویل چې د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې هنټر بایډن څو ځله د سوداګرۍ بهرني شریکان د پلار سره غږولي ترڅو هغه ته د لاسرسي تصور ورباندې وپلوري. خو هغه زیاته کړه چې ولسمشر بایډن هیڅکله د خپل زوی په سوداګریزو معاملو کې نه دی ښکېل شوی.

فورم \ دبحث خونه