اســـــلامــــــیات
ذوالقرنین څوک دی ؟
د قران عظیم الشان د الکهف د سورت په تفسیر کې راځي چې ذوالقرنین ته ّځکه په دې نوم خطا ب کيږي چې دا مشهرو پاچا د دنیا دواړو څنډو یعني مشرق او مغرب ته تللی ؤ.ځینې وايې چې دغه د رومي اسکندر لقب ؤ،او ځینې وایې چې کوم بل مقبول دینداراو خدای جل جلا له منونکي پاچا ؤ، او تر اسکندر رومي د مخه تیر شوی ؤ.
د امام ابو حنیفه ځینې وصیتونه : دانـــــــش
دا وصیتونه یې خپل لوی دوست او شاګرد ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم ته کړي دي چې د سلطان او خلکود کړو وړو لپاره د کار سر لوحه تشکیلوي.په دې وصیت کې ابو حنیفه د خبرو کولو اداب ، خبرو ته غوږ ایښودل ، مناقشه کول ، د لارې تلو اداب د ناستې اداب د لباس اغوستلو اداب ا و ډیرو نوور خبرو ته اشاره کړې . د مثال په توګه خپل شاګرد ته داسې وايي:
تر انسان د مخه د ځمکې په سر مخلوقات :دانـــش
د روایاتو له مخې داسې څرګندیږي ، چې د دواړو کونو صانع چې کله دپورته او ښکته عالم ، د جوړیدو له کاره خلاص شو ، بیایې د څلورګونو میندو له وجود څخه د درې ګونو پیدا شوو موجوداتو له جملې څخه د حیواناتو له ډلې اس ( اسپ ) پر خپل نسل او نورو حیواناتو مسلط کړ، دې مخلوق په خپل خاص شعوري او ځانګړي اختصاصي شکل ا وږده موده په دې خاورینه کر تسلط درلود .څنګه
د وهابي مذهب بنسټ ایښودونکی: دانـــش
د وهابي مذهب بنسټ ایښودونکی د وهابې مذهب بنسټ ایښودونکی محمد بن عبدالوهاب بن سلیمان دی چې د نسب سلسله یې وهیب تمیمي ته رسیږي د روایاتو له مخې په کال ۱۱۱۱هجري قمري کې د عربستان د نجد په عییینه نومې کلي کې زیږیدلی دی . محمد له خپل پلار عبدالوهاب څخه په نجد کې لومړنۍ زده کړې کړي دي .عبدالوهاب د حنبلي مذهب له ډیرو مشهورو روحانیونو او پرهیزګارانو څخ
د میثاق ورځ : دانــــش
کله چې د حق تعالی اراده و شوه چې د بنی ادم له ټول نسل څخه له ا دم څخه نیولې بیا د قیامت تر ورځې پورې عهد او پیمان واخلي نو هغه وخت چې ادم علیه السلام د النعمان په دره کې ویده ؤ، په خوب کې ویني چې دده ټول نسل د قیامت تر ورځې پورې پیدا کيږي په خوب کې وینې چې شایې په الهي قدرت سره مشل کيږي او نسل یې د وړو زرو او میږیانو په شکل دملا له هډوکو څخه راووځي .کله چ
یاجوج او ماجوج څوک دی ؟ نادر دانش
په دې باب هم روایات مختلف دی د قران عظیم الشان د الکهف د مبارک سورت به تفسیر کې غالب حکم دادی د یاجوج او ماجوج قوم د عامو انسانانو او پیریانو په منځ کې یو برزخي مخلوق دی او لکه چې ( کعب الاحبار) ویلي دی او ( نووی) به فتاوي کې له ډیرو علماوؤ نقل قول کړی دی چې د دوي د نسب سلسله د پلار له لوري ادم علیه السلام ته رسیږي مګر د مور له لوري له بې بې حوا سره تعلق نه لري ګوواکی دوي له نورو انسانانو سره صرف په پل