د وهابي مذهب بنسټ ایښودونکی

د وهابې مذهب بنسټ ایښودونکی محمد بن عبدالوهاب بن سلیمان دی چې د نسب سلسله یې وهیب تمیمي ته رسیږي د روایاتو له مخې په کال ۱۱۱۱هجري قمري کې د عربستان د نجد په عییینه نومې کلي کې زیږیدلی دی . محمد له خپل پلار عبدالوهاب څخه په نجد کې لومړنۍ زده کړې کړي دي .عبدالوهاب د حنبلي مذهب له ډیرو مشهورو روحانیونو او پرهیزګارانو څخه ؤ.

محمد له خپل پلار عبدالوهاب څخه ( دیني علوم، فقه ، کلام د فقه اصول، حدیث او قران تفسیر زده کړل.

تر تحصیل وروسته یې مسافرتونه پیل کړل ، لومړی مکې مکرمې ته او وروسته بیامدینې منورې ته ولاړ ، هلته یې د شیخ عبدالله نامې څخه  زده کړه وکړه، او په کلکه یې د خپلې غوښتنې او فریاد چیغې دمحمد ص مطهر مرقد په اړخ کې وایستلې بیا د نجد بصرې او شام په لورې رو ن شو .

په بصره کې لنډه موده پاتې شو د خپل فعالیت ښکار پیل یې په کال ۱۱۴۳ هجري قمرې کې څرګند کړ.
له دې کبله د بصرې خلکو دی دمخالفت په وجه له بصرې څخه وویست .بیا نجد ته ولاړ  او هلته له خپل پلار سره اوسیده .خو پلار یې دده عقیده نه خوښوله ، له دې کبله د ځوې او پلار تر منځ شخړه اوجګړه وشوه ، او هم یې د نورو خلکو سره مناسبات خړ پړ شول .

پلار یې په کال ۱۱۵۳ هجري قمري کې مړ شو، د پلار تر مړینې وروسته  نور هم فعال شو ، نو له حریمله څخه د خپلې زیږیدنې ټاټوبې عیینه ته ولاړ د عیینه حاکم یاحکمران عثمان بن احمد بن معمر تر خبل حمایت لاندې ونیو ، او دده د فعالیت تایید او ملاتړ یې وکړ.

دده لومړنی عمل د زید بن خطاب د مزار (( قبر )) ورانول وو.د  الاحسا حاکم چې سلیمان بن محمد بن عزیزي د عثمان څخه یې وغوښتل چې د محمد بن عبدالوهاب د اعمالو مخنیوی وکړي ، عثمان مجبور شو چې دی له عیینه څخه وباسي ، له دې کبله په کال ۱۱۶۱ هجري قمري د  رعیه ښار ته ولاړ هلته یې د هغه ځای حاکم محمد بن سعود د ځان ملګری کړ ، او هغه ته یې د نجد د سلطنت وعده هم ورکړه ، تر دې وروسته یې د نجد د ټولو قبیلو مشرانو ته لیکونه واستول ، او هغوې یې خپل نوی مذهب ( وهابې مذهب ) ته راوبلل . لویه ډله یې جوړه کړه چې په نتیجه کې دنجد سلطنت  پاچاهي د سعود د کورنۍ په برخه شو.

تر دې وروسته د سعود کورنۍ د زړه له کومي څځه د محمد بن عبدالوهاب ملاتړ وکړ،او وهابې مذهب یې چې دحنبلي مذهب نوی ډول یې باله په ټول عربستان کې رواج شو.

محمد بن عبدالوهاب تر دې بریالیتوبونو وروسته ، په کال ۱۲۰۶ هجري قمري او په بل روایت کې په کال ۱۲۰۷ هجري قمري کې وفات شو.تر ده وروسته په لنډه موده کې دده ملاتړی او مرستندوی مقتدر پاچا محمد بن سعود هم مړ شو او پر ځای يې ځوی عبدالعزیز پاچاشو.

عبدالعزیز هم د پلار په څیر د وهابي مذهب په خپرولو کې هیڅ ډول  صرفه او غفلت ونه کړ ، او داسې یې بریښوله چې ګواکی دې هم سلطان دی او هم یو مذهبې پیشوا، یعني د وهابې روحاني مذهب پیشوا یې ځان باله .

تر عبدالعزیز وروسته دده ځوی سعود هم د پلار لاره تعقیب کړه ، او د وهابي مذهب یې په کلکه حمایت کاوه . همدغه ډول دده ځوی سلطان عبدالله بن سعود ، چې د ابن سعود په نوم مشهور ؤ، او په عمومي توګه د سعود د  کورنۍ ټولو پاچاهانو له هغې زمانې څخه بیا تر نن پورې په ټول عربستان کې د وهابي مذهب حمایت او ملاتړ کړی دی . البته ددې نوي مذهب سره به مخالفتونه هم شوي وي خو هغه ټول د سعود د کورنۍ له خوا شنډ او سرکوب شول.

 د کتاب نوم : د نړۍ او بشر تاریخ ته لنډه کتنه .

د پښتنو قبیلې شجري او مېنې

لیک : پوهنوال محمد عمر روند میاخیل

 چاپ کال : ۱۳۸۷ هجري لمریز

خپروونکي : میوند خپرندویه ټولنه