کله چې د حق تعالی اراده و شوه چې د بنی ادم له ټول نسل څخه له ا دم څخه نیولې بیا د قیامت تر ورځې پورې عهد او پیمان واخلي نو هغه وخت چې ادم علیه السلام د النعمان په دره کې ویده ؤ، په خوب کې ویني چې دده ټول نسل د قیامت تر ورځې پورې پیدا کيږي په خوب کې وینې چې شایې په الهي قدرت سره مشل کيږي او نسل یې د وړو زرو او میږیانو په شکل دملا له هډوکو څخه راووځي .کله چې له خوبه راویښ شو په لوړ اواز یې د الله له لوري دغه ندا وویله : ( الستُ بربکم )ټولو په ځواب کې وویل ( قالو بلی ) .
کله چې حضرت ادم علیه السلام خپل ښي لوري ته وکتل نوراني خلک یې ولیدل ، بیایې د شمال لوري ته نورې څیرې ولیدلې نو یې له باري تعالی څخه التجا وکړه ، چې دا څوک دي ؟ځواب يې واخیست چې دا ټول ستا نسل دی چې تر قیامته پورې به وزیږي .
دا د ښې لورې ډله دې جنتیان دي ، خو زه یې پروا نه لرم ، او دا بله ډله دوزخیان دي چې زه ددوي هم پروا نه لرم. بیا یې د والامقامه پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د نیکمرغه وجود یوه زره د ادم علیه السلام ټول نسل ته له انبیاؤو نیولې تر امتیانو ، پورې ور وښودله ، چې ټولو د انحضرت نبوت قبول کړ،او دهغه په متابعت او نصرت یې وعده ( عهد ) وکړه .بیا ددوې عهد نامه ولیکل شوه ، او د اول العزمه نبیانو، مرسلینو، او مقربو ملایکو په شهادت امضا شوه او ادم ته وسپارل شوه ، چې دې ورځې ته د میثاق ورځ او دې پیمان ته د میثاق عهد وایی.
د کتاب نوم : د نړۍ او بشر تاریخ ته لنډه کتنه .
د پښتنو قبیلې شجري او مېنې
لیک : پوهنوال محمد عمر روند میاخیل
چاپ کال : ۱۳۸۷ هجري لمریز
خپروونکي : میوند خپرندویه ټولنه