څــوک مــــو په کاڼـــو بانــــــدې ولي راتــــــه سر ماتــــوي

څـــوک مو څیــــړۍ له بیـــخه وړي، څوک مو نښتر ماتـــوي

 

کــلي پــه کـــــــــلي خواره شوي، د غــــم تــــخم شینــــدې

شنــــه چیـــــنارونــه مو له غــــــــاړو د ګــــودر ماتـــــوي

 

دا د رڼــــا ورځـــې غــله بـــــیا له کومـې خــوا راغلـــــــي

مــــونـــږ ورتـــه ګورو، دوې زمــونږد کاله ور ماتـــــــوي

 

زمـــونـــــږ د کلي ښاپيـــــــرۍ زمـــــونږ د کلي په میــــنځ

د قــــاف دیــــوانــو ده نیـــــولې تـــــرې وزر مــــاتــــــوي  

 

د وخــــت خــــلیـــــل مــــې خــــدایــه وساتې له اورد نمرود

بـــوتـــان جـــــوړ شـــــوي په لاســــونـــو د ازر ماتـــــــوي

 

پښـــتـــــون احساس مې له کابــل ځي تر اټکــــه پــــــــورې

د غـــــزل تــنـــــــــده د حمزه په خــړ خیــــــبر ماتــــــــوي

 

خــــلکو روژې په خُــــرما ماتــې کړې ثــــواب لــــــــــپاره

دانــــــش روژه د یار د شونـــــــډو په کوثـــــر ماتــــــــوي