په دې باب هم روایات مختلف دی د قران عظیم الشان د الکهف د مبارک سورت به تفسیر کې غالب حکم دادی د یاجوج او ماجوج قوم د عامو انسانانو او پیریانو په منځ کې یو برزخي مخلوق دی او لکه چې ( کعب الاحبار) ویلي دی او ( نووی) به فتاوي کې له ډیرو علماوؤ نقل قول کړی دی چې د دوي د نسب سلسله د پلار له لوري ادم علیه السلام ته رسیږي مګر د مور له لوري له بې بې حوا سره تعلق نه لري ګوواکی دوي له نورو انسانانو سره صرف په پلار ګډون لري او عجیبه داچې لوی دجال چې تمیم داري په کومه جزیره کې بندي او مقید لیدلی ؤد همدغه قوم څخه به وي .
کله چې حضرت مسیح علیه السلام چې محض د یوې ادمي زادې بی بی مریم صدیقی له بطنه څخه د ملایکي د نفخي په ذریعه پیداشوی دی او وروسته د ( من السما ) له نزوله به دجا وژني په دغه وخت کې به دغه قوم یعني باجوج او ماجوج هم پر دنیا خروج کوي او بالاخره به د حضرت مسیح علیه السلام په فوق العاده دعا سره مري .
اوس یاجوج او ماجوج چيرې دي ؟
او د ذوالقرنین د اوسپنې دیوال چیرې دی ؟
ددغه قوم او ددغه اوسپنیز دیوال په باب په مقدس قران او صحیحه احادیثو کې ښکاره ثبوتونه شته خو د مخالفینو دغه شبهه چې ( مونږ دځمکې ټول مخ لټولی دی مګر ددغو شیانو نښې او پته مو هیچیرته نه ده موندلې ) د ځوابل پاره د قرانکریم دمفسرینو د زیار او کوښښ هغې برخې ته پام اړووم چې د ا لکهف د مبارکې سورې په تفسیر کې د ( علامه الوسي بغدادی ) له روایاتو څخه رانقل شوی د ي او هغه دادی.
په دقیقه توګه نه ده څرګنده چې یاجوج او ماجوج چيرې دي ! خو ممکن هغوي به په داسې سیمو کې اوسیږي چې زمونږ او ددوي ترمنځ به لوی لوی سیندونه حایل ګرځیدلي وي او شاید چې په هغه وخت کې به د امریکا یا سایبریا په شان له کومې لویې وچې سره مشتې وي . که چیرې مونږ یا ( بشر ) دا دعوی وکړو چې پر ټول بحر او بر ( لنده او وچه ) په تیرو زمانو او یا نن محیط شوی یو دا ادعا واجب القبول نه ده . عقلاً به داسې ووایو لکه چې تر نږدې پنځه سوه کاله وړاندې امریکا لویه وچه نه وه کشف شوې شاید اوس به هم داسې لویې وچې وي چې مونږ پرې واقف او محیط نه یو.خو دا امکان شته چې لږ وخت وروسته به بشر هلته ور ورسیږی او یا به هغه مخلوقات چې هلته ژوند کوی مونږ ته ځان ورسوي . دا امکان شته چې د یاجوج او ماجوج قوم به په دغه شان لویو وچو کې ژوند کوي .
د سمندر د دیوال تحقیقات چې د ( استرالیا ) په شمال شرق ساحل کې واقع دی او څه موده وړاندې د یو بریطانوي ساینس دان ( داکتر سی ا یم بنګ ) تر کتنې څیړنې او غور لاندې ؤ په دې توګه بشپړ شوی دی :
دغه دیوال تر زر میله زیات اوږد ، په ځینو برخو کې تر دولس ۱۲ میلو پورې پلن او زر فټه لوړواالی لري چې ډیر مخلوق ورباندې ژوند کوي . هغه ډلې چې ددې دیوال د تحقیق لپاره تللې وي د هغوي د تحقیقاتي رپوټونو څخه د سمندر په باب عجیب او غریب اسرار کشف شوي دي چې انسان ته د حیرت او تعجب یوه لویه دنیا معلومیږي ! له دې څیړنې څخه هم دا ثابتیږي چې په دنیا کې ډیر نا مشکوف اسرار موجود دي چې د بشر د پوهي تر محیط لاندې نه دير اغلي نو ځکه د دې دیوال په هلکه د پورتني قول تصدیق کوو چې د صادق مخبر په قاطع دلایلو سره ثابت دی .
د کتاب نوم : د نړۍ او بشر تاریخ ته لنډه کتنه .
د پښتنو قبیلې شجرې او مېنې
لیک : پوهنوال محمد عمر روند میاخیل
چاپ کال : ۱۳۸۷ هجري لمریز
خپروونکي : میوند خپرندویه ټولنه.