د روایاتو له مخې داسې څرګندیږي ، چې د دواړو کونو صانع چې کله دپورته او ښکته عالم ، د جوړیدو له کاره خلاص  شو ، بیایې د څلورګونو میندو له وجود څخه د درې ګونو پیدا شوو موجوداتو له جملې څخه د حیواناتو له ډلې اس (  اسپ ) پر خپل نسل او نورو حیواناتو مسلط کړ، دې مخلوق په خپل خاص شعوري  او ځانګړي اختصاصي شکل  ا وږده موده  په دې خاورینه کر تسلط درلود .څنګه چې دې مخلوق  د الهی  فرمان خلاف پر خپل نسل او نورو حیواناتو ظلم، تعدی ، خطا او ناروا کوله  دګناه مرتکب او د پاک خدای له لوري د سزا مستوجب وګرځیدل ، په دې توګه ړانده او برباد شول.مارج نومی دیب ( دیو ) چې د دیبانو پلار او د کثیف دود څخه خلق شوی ؤ ، پاچا مقرر شو .

مارج خدای مارج دیب ته دده له کین اړخ څخه مارجه نومې دیبه وزیږوله ، او د مارج زوجه یې کړله ، د دوې د امتزاج په نتیجه کې ډیر دیبان او دیبیانې وزیږیدلې او ګڼ مخلوق ترې جوړ شو.اسانو ( ا سپونو )   چې د خدای جل جلا له نافرماني او ګناه کړې وه ، خدای جل جلا له مارج او دده اولاد د اسانو په تباهۍ او بربادۍ ماور کړل . دیبان چې ډیر بد شکله او ویرونکی مخلوق ؤ، د ځمکې پر مخ راڅرګند شول ااو د اسانو په بربادۍ او تباهۍ یې پیل وکړ. اسان به یې وهل وژل او خوړل،تر څو یې خوار ذلیل او کم کړل ، او ځانونه یې د هغوې پر ځای د ځمکې پر مخ بالاستحقاقه ، متصرف  او د امر او نهي مستوجب وګرځول ، او اوږده موده پر ځمکه مسلط شول.

دیبانو د خپلې استوګنې لپاره د خپل فطرت او طبیعت موافق د ځمکې پر سر په کندو ، شیلو او نورو لوړو ژورو کې مېنې او ا بادۍ جوړې کړې او په هغوي کې  اوسیدل تر څو چې د شرک او کفر مرتکب شول .

دیبانو د خدای جل جلا له د پرستش په ځای د (( مها)) چې د مارج لقب ؤ پرستش او نور ګناهونه کول ، په دې توګه دوې هم د  اسانو په سرنوشت مبتلا شول ، او د پاک  ذات د قهر او غضب وړ وګرځیدل، یو پر بل راو پاریدل اولادونو یې پر دوې شروع وکړه یو پر بل تباه او برباد شول او پر ځای یې د ځمکې په مخ پیریان مسلط شول .
د پیریانو پلار جان چې د خدای جل چلاله  په حکم د اور له بڅرکي څخه خلق شوی ؤ ، پاک خدای دده له کین اړخه څخه ده ته جانانه نومۍ پیرۍ  (پرۍ ) زوجه خلق  کړه ، او د نسل په تکثیر یې پیل وکړ. د پیریانو او پریانو ډیر مخلوق وزیږیده ، او امر او نهي رسالت او د پیغام وړلو مرتبې یې د خپل جنس څخه غوره کړې بیا د خدای په حکم د دیبانو مقابلې ته وګمارل شول. دیبان یې تار او مار او نابود کړل پر ځای یې دوې په دې خاورینه کره کې د تصرف او حکمرانۍ درجې ته ورسیدل  او پاچاهي یې کوله .وروسته دوې هم د دوې د نورو په سرنوشت مبتلا شول .تمرد او نافرما ني یې وکړه ، شرک یې راوړ او د پاک خدای جل جلاله له جانبه د سزا او سرزنش وړ وګرځیدل.

پاک خدای جل جلاله د دوې پر ځای د ملایکو لښکر چې د ( حارث ) په مشرې یې ملقب په غزرایل ؤ د پیریانو د خرابی او زوال لپاره را ولیږه .

عزرایل او ملایکې دخدای له امر سره سم په ځمکه راښکته شول،پیریان یې خوار او ذلیل کړل، پرځای یې دوې ددې خاورینې کرې پر مخ چې د رنځ او عذاب ځای ؤ میشته او د ځمکې پر مخ د تصرف خاوندان شول .
دوې په اوږده موده کې د ځمکې مخ دخدای جل جلاله په طاعت ، او بنده ګۍ تسبیح ، او سجود ښایسته کړ، تر څو چې د خلقت دحق لوی خالق د انسان د وجود ابداع وفرمایل تر دې وخته پورې د ځمکې پر سر سلطنت او خلافت د عزرایل او دده د قوم ؤ.

د کتاب نوم : د نړۍ او بشر تاریخ ته لنډه کتنه .

د پښتنو قبیلې شجري او مېنې

لیک : پوهنوال محمد عمر روند میاخیل

 چاپ کال : ۱۳۸۷ هجري لمریز

خپروونکي : میوند خپرندویه ټولنه