دا وصیتونه یې خپل لوی دوست او شاګرد  ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم ته کړي دي چې د سلطان او خلکود کړو وړو لپاره د کار سر لوحه تشکیلوي.په دې وصیت کې ابو حنیفه د خبرو کولو اداب ، خبرو ته غوږ ایښودل ، مناقشه کول ، د لارې تلو اداب د ناستې اداب د لباس اغوستلو اداب ا و ډیرو نوور خبرو ته اشاره کړې .

د مثال په توګه خپل شاګرد ته داسې وايي:

-  پام  کوه چې په هیڅ وخت او هیڅ حالت کې سلطان ( امر – پاچا ) ته مراجعه ونه کړې تر څو چې ده د کوم علمي مطلب لپاره نه یې دعوت کړې دا ځکه چې هغه ته په ډیرو تلو راتلو د سړي قدر کمیږي کله چې د سلطان په وړاندې ولاړ یې فکر وکړه چې د اور په انګار کې یې ، نوله داسې اوره لريوالی ستا په ګټه دی، دا ځکه چې  اور تا ځوروي او سوځوي دې .په دې پوه شه چې سلطان هغه څه چې ځانته غواړي بل چاته یې نه غواړي.

- کوښښ وکړه چې خپل عزت د نورو به وړاندې وساتې ، پر کوچنییانو شفقت او پر لویانو حرمت ( لویانو ته حرمت ) روا وګڼه دا ځکه چې رسول الله ص فرمایلی دي ،(( من لم یوقر کبیرنا   ولم یرحم صغیرنا فلیس منا )) ژباړه : هغه څوک چې زما د سپین ږیرو احترام ونه کړي ، او زما پرکوچنیانو رحم ونه کړی زمونږ نه نه دی .

- په بازارونو او مسجدونو کې له عرفه خلاف خوراک مه کوه ، له لویو ګړیو ( منګیو ) او د سقاب له لاس څخه اوبه مه څښه !

- وریښمین کالي مه اغونده چې فخر اوغرور دې  زیاتیږي !

- د احتیاج تر پوره کولو وړاندې واده مه کوه ، لومړی علم زده کړه بیاد مالي لحاظه ځان پوره کړه ، وروسته واده وکړه !

- د خدای د امر طاعت  وکړه او امانت خپل مالک ته وسپاره ، د خلکو په نصیحت او لارښودنه کې صرفه  او غفلت مه کوه ، خلکو ته احترام وکړه او خوار یې  مه ګڼه ، که چا له تا څخه پوښتنه وکړه د سوال په اندازه ځواب ورکړه ، که د پیسو لپاره علم پریږدې خوار به شې شاګردان لکه خپل اولاد غوندې وګڼه !

- په پټه او ښکاره له خدایه سره یو رنګ اوسه ، له عوامو سره مناقشه او له بې غیرتو سره بحث کول دې حیثیت خرابوي ، که چا له شا درپسې غږ کړ ځواب مه ورکو ه! .

  د کتاب نوم : د نړۍ او بشر تاریخ ته لنډه کتنه .

د پښتنو قبیلې شجري او مېنې

لیک : پوهنوال محمد عمر روند میاخیل

 چاپ کال : ۱۳۸۷ هجري لمریز

خپروونکي : میوند خپرندویه ټولنه