چـــی میـــنه نــه کو، محبت نه کوو څــه بـــه کـــوو

لــه دې حالاتــو بغـــاوت نــه کــوو ، څــه بــه کــوو

 

له لاس یــې نـه شو رانیــولی ، د پښتــو وطــــن دی

ښکلـو ته سترګو کې چې ست نه کوو، څه بــه کــوو

 

دیمــوکراسي ده ، هسې نـه چې بیا حالات شي بدل

استفــاده لــه دی فرصــت نه کوو، څــه به کــــــوو

 

مونږ به تر څو کینه پالو ‎، د خپلو زړونو پــــه کور

چې نفــرتــونو نه نفرت نــه کــوو، څــه بــه کـــوو

 

داسی هم نه کیږی، چې څنګ یو هسې ځان وښایو

یــو څه تمثــیل د شرافت نــه کــوو، څه به کـــــوو

 

تــمه د ګـــل لرو ، نـــــو ګــل ته رسیــــدو لــــپاره

چــې د اغــزیو نــزدیکت نــه کــوو، څه به کــــوو

 

بــلا غـــمونه دې پــه زړه شو میلــــمانه دانــشه!

اوس چـــې یې څه ناڅه عزت نه کوو، څه به کوو