د قران عظیم الشان د الکهف د سورت په تفسیر کې راځي چې ذوالقرنین ته ّځکه په دې نوم خطا ب کيږي چې دا مشهرو پاچا د دنیا دواړو څنډو یعني مشرق او مغرب ته تللی ؤ.ځینې وايې چې دغه د رومي اسکندر لقب ؤ،او ځینې وایې چې کوم بل مقبول دینداراو خدای جل جلا له منونکي پاچا ؤ، او تر اسکندر رومي د مخه تیر شوی ؤ.
خو حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباری کې په متعددو وجوهاتو او دلایلو سره دغه پورتنې دویم قول ته تر جیح ورکړې د ه .
د روایاتو له مخې څرګندوي چې ذوالقرنین د حضرت ابراهیم علیه السلام معاص ؤ، او دده په دعا او برکت سره پاک خدای جل جلا له دده خارق العاده سامان او وسایل اعطا کړي وو چې د هغو په ذریعه ده ته د مشرق او مغرب په سفرونو کې بری ورپه برخه شو او پر محیرالعقولو فتوحاتو يې قدرت وموند .
حضرت خضر علیه السلام دده وزیرؤ ، ښایې له همدې وجهې قران کریم دغه قصه د خضر علیه السلام له قیصې سره متصله بیان کړې وي.
د عربو قدیمې شاعرانو په خپلو اشعارو کې د ذوالقرنین نوم په ډیر لویی او عظمت سره یاد کړی دی ،او دده پر عربیت یې فخر کړی دی ، له دې سره داڅرګندیږي چې ذوالقرنین له تاریخي عهد څخه پخوا کوم جلیل ا لقدر عربي پاچا تیر شوی دی شای داسکندر ته به یې د هغه سره د یو ډول مشابهت له مځې ذوالقرنین ویلي وي .
اوس د قدیمه اثارو اروپایي ماهرانو د قدیمي سامي عربو د داسي عظیم الشانو سلطنتونو نښه لګولي ده چې د هغوي کومه مفصله تذکره به تاریخي پاڼو کې قطعاً نشته بلکه د ځینو ممتازو سلاطینو د نومونو تذکر هم به تاریخي کتابونو کې نشته د مثال په توګه د حمورابی پاچا چې په غالب ګمان سره یې د حضرت ابراهیم علیه السلام په زمانه کې ژوند کاو دده په باب ویل کیږي چې د ددنیا لومړني مقنینین ( مقنن ) چې قوانین یې د بابل په منار لیکلي شوي دي لاس ته راغلي دی چې انګلیسي ترجمه یې شایع شوی ده . د پخواني کتابونو څخه دده عجییب او غریب عظمت ثابتیږی ، محققین به غالب ګمان سره ذوالقرنین هم ددې دکورنۍ یو مشهور پاچا ګني.
د کتاب نوم : د نړۍ او بشر تاریخ ته لنډه کتنه .
د پښتنو قبیلې شجري او مېنې
لیک : پوهنوال محمد عمر روند میاخیل
چاپ کال : ۱۳۸۷ هجري لمریز
خپروونکي : میوند خپرندویه ټولنه .