ډيـــره رڼــــا، زمونــــــږه سترګــــې نيسي
ستا دا ښــکلا، زمــــونږه ستــــــرګې نيسي
مونـــږ د ډيوو رڼـــا تـه شپــــې کـــړې دي
پړک د بريښـــنا، زمونــږه ستـــرګې نيـسي
له سپيــــنې خولې دې راته مــه تيـــريـــږه!
ګوره دا بيـــا، زمونږه ستـــرګې نـــــيـسي
د ملايــــانو سکنـــــي ورونــــــه يــــــــــو
خــــــوږه حلوا، زمونږه ستــــرګې نيــسي
دانــــــــشه! ميـنـــه د ګـــاونډ دښکــلــــــو
نــه کـــــو سبــــا، زمونږه ستــرګې نيسي