شوه ګــوزاره درسره ګرانـــــه ډير دې ستـــړى کـــــړمه
يقــــين پــــه خداى وکه ، جانانـــه ډير دې ستړى کــړمه
 
کله دې سره راته تار تار کړي ، کله سپيــن څيرې کړي
نـــور دې ګنــډى نشم ګريــوانه ، ډير دې ستـــړى کړمه
 
وختـــه ! پــــه دومــــره کړکيـــچونو کې دې ونغـــاړلم
چې ځان لټووم ورک يم له ځانـــه ډير دې ستـــړى کړمه
 
پــــروردګـــــاره ! د رحــــــــمــت بـــــاران دې ووروه
د ســـــرو سکـــــروټو له بـــارانه ، ډير دې ستړى کړمه
 
نيـــټه پــــوره شوه ، تا سيـــــنې پـــورې ونــه نيــــــولم
خفـــــه اټک يمه افغــــانه ، ډيــــر دې ستــــــــړى کـړمه
 
ما دانـــــش ډيــــره هڅــــه وکړه ، خو ته قتــل شــــولې
پــــوره مې نه کړلې ارمانـــه ، ډيـــــر دې ستړى کـړمه
		
			
					
					
						
							19.03.2011
						
						 - محمد نادر دانش
					
					ډيـــره رڼــــا، زمونــــــږه سترګــــې نيسي
ستا دا ښــکلا، زمــــونږه ستــــــرګې نيسي...
			 
			
					
					
						
							31.05.2011
						
						 - محمد نادر دانش
					
					کـــه مې زړه هر څومره ستړی شي، مور مــړی
بیـــا هم ستا غــــــــمونه وړلی شي، مـــور مړی
 
 په ټــ...