کـــه مې زړه هر څومره ستړی شي، مور مــړی

بیـــا هم ستا غــــــــمونه وړلی شي، مـــور مړی

 

 په ټــــوټې وجود مې نـــــــوی زخـــــم  مه ږده !

خیر دی  زوړ پرهر زغملی شي، مــــــــورمړی

 

مرګی حــــــق دی ، هر ځای یونیم انسانان مري

خــــــــو زمونـــــږه تمام کلی شي، مــــــورمړی

 

غم  دا نه دی ، چې یوکس درنه مرګ وخــوري

غـــم خو دا دې چې مــور مړی شي،مـور مړی

 

پـــــه دې خــاوره غـــــیر تر  ډیره پاتې نه دی

بس دا یو‎‎‎ نــــیم پکې پـــړی شي ، مـــور مړی

 

دلتـــــــه نشتـــــه، د ژونـــدیــــو قـــــــدر نشته

هر چې ومــري نو ښاغــــلی شي ، مـــورمړی

 

دانـــــــــش تـاتـــه کوم سوغات دروړلی نه شي

خو زړه ستا ښپــــو ته شیندلی شي ، مـور مړی