زه یــې په  نـــوم بانــــد ې د خــدای  په ځمکه ولګووم

پـــه سجــــــــــده پریــوځم تنــدی په ځمکـــه  ولګووم

 

دا پښتــــون سر چې له غرور هسکه شمـــــــله ګرځــوي

د رب لــــپـــــاره زه همـــد ی په  ځمکــــه ولګــــــــووم

 

خالــــــقه ! ته یې راته ګُــــل کړې په خــــپل فضل و کرم

که چیـــرته  سهـــــواً کــــوم اغــــزی په ځمکه ولګـووم

 

په شهــــیــدانو داسې ښُکلــې شــوې زمــونږ هـدیــرې

بـس لکــــه یــو یو چې غــــمی  په ځمکه ولــګــــووم

 

تا دې خـــــــدای راولي په لار  درته ګلان نه شــینــدم

دانـــــــش بــه خـــپل درته زړګی په ځمکه ولــــګووم