چــې تــــه د څـــه لپاره  شوې او زه د څـــه لپــــاره 

ای یــاره ! مونــــــږه دواړه شو خـــواږه د څه لپاره

 

تــر کســــو دې د سترګو رسیــــدل اسانه نــــه دي

اغــــزن سیمــــان دې تاؤ دي تـرې باڼـــه د څه لپاره

 

زمــا په یــو ځل  سترګو اړولو دې  اور  واخـــیست

دا تـــا نو پــه لومـــړي ځـــل ، وکاتــه د څه  لپــاره 

 

چـــې غـــم د جـانــان ډوب نه شي، د میو په پیالو کې

ساقــــي! نو میــــخانې تــــه دي راتــــله  د څه لپاره

 

ورځــــم له هغـــه ځایه مې سپوږمۍ ته لاس رسیږي

دا لارې  جـــوړې شـــــوي دې ، په غره  د څه لپاره

 

سپین سترګې خدای ته وګوره، دا ستـرګې توروه لږ

راوړي  درتــــه مــا دي، نو رانجــــه د څــه لـــپاره

 

تر دې ځایه چې راغلې، بس لږ نور  همت په کار دی 

دانــــشه  ! شوي په وره  کې زړه نا  زړه د څه لپاره