د اغـــــــزیو خواتــــه تــم، لکه جــــانــــان دی
پــــه دې بوټـې کې ، ګل سم لکه جـانــــــان دی
لاړم ورسیـــــدم عشق کې انـــــــتها تــــــــــه
د جـــــانــــان غم راته هـم لکه جـــــانــــان دی
یـو خوږ درد مې زړه همدا شیــــبه احساس که
له مـــا وړانـــــدې یو قـــــدم، لکه جــانان دی
هـــر سـړی زمـــــا د غـم په ټغر کیــــناست
بـــیا هـــم یو تن پکې کم لکه جـــانـــــان دی
چــې په زړه درته ټک درکـړي او روان شــي
دغـــه یـو خوي د لړم ، لــکـه جانــــان دی
ماتــه یاده شوه ، د چـــا د بارخُـو اوښکـه
پـه ګلـــپاڼــه دا شبنم لکه جــــانـــان دی
یو نا څـــاپه د دانـــش غیـږې ته پــــریوت
څکــلی بـیا چــیرته چلم لکه جـــــــانــان دی