ای   کوچــــــنـــــیو   ماشــومانـــــــو،     ګلالـــــیو   ماشـومـــــــــانـــــــــو

شـــــور په   هره  لاره  جوړ کړئ، د شـــپــیلــــــیـــــو ماشومـــــــانـــــــو

خـــــړو   خــاور   کې  لوغــــــړیږئ،   لیونـــــــــیو     ماشومـــــانــــــــو

واخــــلئ    ښــه  خـــــونــــــدونه  واخلـــــئ، له مستیـــــــو ماشومانــــــو

 

هــــر څه   ځـــان لــپـــــاره غواړئ   په فـــــریــــــــاد او واویــــــــــلا شئ

مـــرور  شـــــئ پــــه ژړا شئ شیــبه ورورستـــــــــه بیـــــــا پــخـــــلا شئ

 

څــــومــــره  ښکـــــلې  زنــدګي  ده   د شاهـــــانـــو  بـــــادشاهــــــي   ده

نــه د چا  درســـره   کار شتـــــــه   نه  مـــــــو چـــــاســــره سیــــالي ده

نیــــــــا   مو   اخلــــــي    بلاګانــــې  مـــــور  مو  هم  درنه  راضـــي  ده

ســــتاســـو   هر   یــــوې    نخرې   ته    دنــیا    ټــــوله  سلامـــــــي  ده

 

پام  چې داسې    سوال ونـــــــکړئ، خدایه زر مــــونــــــږ لـــــویـــان کړې 

لـــــکه څنـــګـــــه چې مو مشران دي،  مــــونږه هـــــم ددوې په شان کړې

 

هـــــڅې  نـــه  چې بیا   لویان شئ،  او په خپل سوال  پښیـــــــــمان شــــئ

نــــــه  به  خپله  خپل  د  ځـــان   شئ  نه  ددې  فانــــــي  جهان   شــــــئ

په  صـــــورت  به   انسانــــان   یې  په   خصلــــت  لکه  مــــــــاران  شي

بـــــیا به  بیــــرتــــه  کوچــني  نه  شي په  یو  دوه کې   به حـــــــیران شي

 

ماشــومـــــان  ماشــــومان  ښه  یې  ماشومتـــــو ب  کې   بادشاهـــي   ده

لـــــوئ  چې  نه  شئ  هوښیــــار  نه  شئ  لــیونتــوب کې بادشــــــاهي ده

 

یــــــــو وخـــت   زه  هم  یو  ماشوم  ووم، کوروکلي ته مــــالــــــوم ووم

لکه  اوس  چې  یمــــه  داسې،  نه  حــریص  ووم  او نـــــه شـــــــوم ووم

زړه  مـــــــــې کلک  نه ؤ  لکه کاڼی،  په  خصلت  لکـــــه  د  مــــــوم ووم

خوږ  تر  شاتــو  ووم  هرچا ته،  زهر  نـــــه ووم  نــــه   زقــــــــــوم ووم 

 

له  همــــــــزولو   سره  مابـــــــــه  جوړ  کـــــورونه  کړل  د  خــــاورو

شیــــبـــــه وروستــــه به مــــو بیــا ړنګ  محلونه   کړل د     خــــــاورو

 

د خـــپــــــل    کــــلي  په  کوڅــو  کې لوبـــیـــدو  به  په   بــــــاغکــــو

یــابــه  نجــــونو سره  ګــډ شــو    په   خوښیـــو   د    نانــــځــــکــــــــو

ځـــغلـــیـــدو به شور به جــــوړ ؤ ،   پښـــــې     یبـــــلې  په   تـــرپـکــــو

کـــله کـــــــــــــله  مو کـــــوله    اکــــو بــــکـــــــو   ســــر  سینــد کـــو

 

پــټ پتـــــــــــونی می یادیــــږي، آه  څه   ښکلې ورځې    شــــپـــــې وې

 د دیـــــــوانــو او پیـــــریانـــو کیسې،   هم  ډیــــــــــــرې   خــــــوږې وې

 

زمــــا ځـــــــانـــــتــــه یو   جـــــهان ؤ،  ډیر ښایسته هـــــغه زمــــــــان ؤ

هیـــــــــــڅ می   غم  اندیښــــنه نه وه،   نه  مې  زړه کې څــــــه خفـګان ؤ

بــــادشــــاهـــــي وه شهــــــــزاده  ووم،  زمـــــــــا  راج  زمـــــا دوران ؤ

زړه مې داسی  زخــــمـــــي نه  ؤ،  نـــه مې تار  تار  دا  ګــــــــریــوان ؤ

 

دا چــــــې ستونی   مې   راډک   شو،  ماشومتوب مې  راپــه زړه شــــــو

هــــا د خــــړو خاورو     لوبې،  لیـــونتـــوب  مې   راپـــه   زړه شــــــو .


خــــو   چې   کله   را  زلمی،   شوم ماشومــــتوب لاړه ســـــړی شــــوم

خپلې   سترګې   مې  کړې   خلاصې   په  شناخت  د ځان او خدای  شوم

چـــې  دچــــا د زړه ټکــــور ووم   هغو   ستــرګو   ته   اغـــزی   شــــوم

زه   ماشــــوم   لیـــــونی   نه ووم،    سړیتـــــــوب  کې لـــــیونی شــــوم

 

دنـــــــــــیا    ډکـــه    وه له    غــــمه،  زمــــــا پــــــام  ورتـــــــــه نه ؤ

هـــــر ساعــت د غــــــم اغـــــاز ؤ،   خو   انجـــــام   ورتـــــــه   نه ؤ

 

خـــدای   شتــــه   ډیر   زیات   پـــښیمان یم،  کوچنیــوالي په ارمـــان یم

دغــــم  پيــــټي ډير  درانه   دي،  ستړی ستړی یم   ستــــومــــان   یم

پــــه  کوم   لــور   زما    سفـــر دی،   دا په  کومـــــه  لار  روان یم

نه خــو خپله د خــپل  ځـــان  شوم،  نه   په   برخــه   د جـــــانــــان یم

 

کاش چې  بیــــرته بیــاماشــــوم  شم،    له    جــهــانـــــه   ناخبــــــره

د خــــــپل    ځــــانــــه   ناخــــبــــره،    له جــانـــانـــــه ناخـــبـــــــره

 

اوس  پــه  برخه اندیښنــــې دي،  د امیــــد   ډیـــوې   مې     مــړې دي

هــــر ســـــړی رانه خــــفــــه دی،  د هر چا    رانه    ګیـــلـــــې    دي 

چــــا      تــــه   زه  یم    ملامتــــه، د چا ســترګې  ماتــه    مــړې   دي

د   دانــــش    دا زنــــــدګي ده،   دا د  ستــړي  ژونـــد   کیـــــسې    دي

 

لویـــــه     خـــدایـــه     ماشومتـــــوب را ، بیــــرته هغه لیــــونتــــــوب را

چــې ویـــــــــده په اللهـــو شم خــوږې مـور  په غیــــــــــږ کې خـــــوب را