ما ډيــــرې شپـــې شـوګیــرې کړي، دې یوې رڼـا ته
سپــــوږمۍ پوهیږې؟ ستا د سپین مخ د کاسې رڼا ته
ستا د یــــــادونـــو میــــلمستیا مې ډيـــــره ښه وکړله
تمـــــامه شپــــه ورسره ناست ووم ، د ډیوې رڼا ته
نن ېې ځواب کړم ،نن یې ویل زما نـــه زړه صبر که
لمبــه، لــمبه، به شې، که لـــږ هم شوې نږدې رڼا ته
شپــه د وصـــال مــې هم د یار مخ ته سم ونه کتــل
زما به ستـــــرګې میرات مــړې بریــښیــدې رڼا ته
دا د مخ نـــور ، دا پــیلغتوب به تــر قیامتــه نه وي
خو ډيـــر زلمې به لولپه کــړې، ګــرانۍ دې رڼا ته
هغه دې زلفې کړي خورې په مخ ، چې شپه جوړه شي
دانــــشه ! تــــه بــه نو تر څه وختـه زړه خورې رڼا ته